په افغانستان کې د یوناما دفتر، د ډسمبر ۱۰مه، د بشري حقونو پر نړۍواله ورځ، له اسلامي امارته غوښتي چې، د بشري حقونو نړۍوالې ژمنې ومني.
یوناما په یوې اعلامیه کې همدارنګه له اسلامي امارته غوښتي چې، د ټولو قشرونو د اوسني او راتلونکي نسل د ساتنې او هوساینې لپاره نړۍوالو بشري حقونو ته د یوه مهم اصل په توګه ژمنتیا وښیي.
د یوناما مشره رزا اوتونبایوا ویلي:«له واک سره مسوولیت ملګری وي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د حاکمو چارواکو ادعا باید د ګډو ارزښتونو او معیارونو د ساتلو او پرمختګ لپاره له ریښتینو هڅو سره یو ځای وي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د شرعي سرچینو له نظره طبیعي ده چې، اسلامي امارت خپل ټول فعالیتونه باید د بشري حقونو ته متمرکز کړي.»
د یوناما د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې د هېواد په کچه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ استازې فیونا فریزر وايي:«که افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې پاتې شي، دا په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو د هوساینې په برخه کې د یوې څرګندې او قصدي ناکامۍ لامل کېږي.»
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«لومړۍ مو له اسلامي امارته غوښتنه دا ده چې، د افغانستان د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او له نړۍوالو مو غوښتنه دا ده، موږ نور نهغواړو چې، د شعار او وینا تر کچې وي، غواړو چې عملي یې کړي، لږ تر لږه د افغان ښځو غوښتنې او غږ ته لبیک ووايي.»
په دې لړ کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې، د اسلامي امارت په راتګ سره د مرګ ژوبلې مخه نیول شوې چې، دا په خپله د بشري حقونو په لور یو ستر ګام دی.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، هر هېواد خپل کلتور او باورونه لري او نور بنسټونه او هېوادونه باید د هغو درناوی وکړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«د خپلو ارزښتي اصولو پر بنسټ کولای شو چې، حقونه تعریف کړو او د حقونو د ورکړې په درشل کې، خپل مکلفیتونه تشخیص کړو او اجرا یې کړو، له هېوادونو او حقوقي بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې، افغانستان له خپل لیده ونه ګوري؛ بلکې د افغانانو او د اسلامي شریعت له لیده وګوري او هغه څه چې، خلک یې په افغانستان کې ارزښت ګڼي او پرې باور لري له هغه لیده دې محاسبه کړي.»
د یوناما د اعلامیې له مخې، سږ کال دغه ورځ «زموږ حقونه، زموږ راتلونکی، همدا اوس» تر شعار لاندې نمانځل کېږي.