د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ځینو مالي پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې زیاته کړه، هغه پیسې چې د افغانستان د خلکو لپاره په پام کې نیول کېږي، ډېره برخه یې په خپلو ادارو کې د پروژو له لارې لګول کېږي.
مصباح الدین مستعین و ویل: د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکولسن، د دې ټولنې د پروژو د تمویل او تطبیق په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه والي لپاره همکارۍ ته چمتو دي.»
بل خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ويلي دي چې اروپايي ټولنه دا مهال له افغانستان سره د شاوخوا ۴۴ ميليونه يورو په ارزښت هوکړه لیکونه لري چې نږدې يو ميليون وګړي ترې ګټه پورته کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عیسی مبارز په دې اړه وايي:«۸۰ سلنه د افغانستان خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. څومره چې زموږ کرنه ښه شي، څومره چې زموږ خواړه او محصولات د کرنې له لارې تامین شي او په کرنه کې پانګونه وشي، هومره به ښه وي.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، قطب الدین یعقوبي و ویل: «وروستي لارې چارې چې د کرنې په برخه کې ترسره شوې دي، له مختلفو هېوادونو، په ځانګړي ډول هغو هېوادونو چې په کرنه کې یې ډېر کار کړی دی، موږ کولی شو د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلو.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د کوکنار د کښت، د هغه د بدیلونو، د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالی، د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازارموندنې، د پروژو د علمي کېدو په برخه کې د اسانتیاوو او له کروندګرو او مالدارانو سره د همکارۍ په تړاو هم خبرې شوي دي.