Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: خلیل الرحمن حقاني په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسېد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګر کې نن مرګونی برید ترسره شو چې، د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني پکې په شهادت رسېدلی دی.

اسلامي امارت وایي، دغه برید کې داعش لاس لره. 

خلیل الرحمن حقاني په ۱۹۶۶ زېږیز کال کې په پکتیا ولایت کې زېږیدلی دی.

نوموړی او ورور یې جلال الدین حقاني د اسلامي امارت لوړپوړي غړي وو چې، په تېرو څلو لسیزو کې یې د پخواني شوروي اتحاد او ایتلاف ځواکونو پر وړاندې جګړه کې مهم رول درلود.

اسلامي امارت په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي: « په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نن تر غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید.»

خلیل الرحمن حقاني د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست و. 

نوموړي په خپله یوه وینا کې ویلي و: « هر څوک چې که په دې ونیول شو او داسې عمل یې ترسره کاوه او خلکو ته یې لالج ورکاوه او په ناوړه لارو یې بهر ته استول او دې کار ته یې اړ کول نو انشاالله دوی سره به قانوني چلن کیږي.»

د سیاسي چارو شنونکي، روح الله هوتک طلوع نیوز ته و ویل: « د نوموړي کړنې د افغانستان په تاریخ، مبارزو او افغانستان کې د جهاد، د کډوالو د با عزته ستنولو، د اسلامي امارت د انفاذ او د دوی د کورنۍ د ټولو هغو سرښندنو او دوی د تربیت لامل دی چې افغانستان کې موږ د هغه په څېر کم شخصیتونه لرو.»

نوموړي په خپلو ډیرو ویناو کې د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي، ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو د ستونزو پر حل او هېواد کې د شریعت پر پلي کېدو ټینګار کاوو.

د ریاست الوزرا د اقتصادي کمیسیون غونډه وروستي غونډه وه چې ښاغلي حقاني پکې ګډون کړی و.

شریک یي کړئ