د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سویل ختیځې قرارګاه قومندان وايي، له افغانستان سره په پوله کې د ۳۵ کیلومټره دېوال جوړولو چارې پایته رسېدلې دي.
د نوموړي په خبره، د پولې له تړل کېدو وروسته به د دغه هېواد له ختیځو پولو د افغانانو په تګ راتګ کې تر ۵۰ سلنې کمښت راشي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سویل ختیځ مرکز قومندان، امیر غلام علیان و ویل: « زموږ انسدا
په خراسان رضوي، سویلي خراسان او سیستان او بلوچستان کې د پولو تړل به تر راتلونکو درېيو کلونو بشپړ شي او ایران د دغې پروژې د عملي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارده ډالر ورکړي دي .ټاکل شوې له افغانستان سره د ایران د ۳۳۰ کیلومټره ختیځې پولې د بندولو چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د ایران د ځمکنیو ځواکونو د سویل ختیځ مرکز قومندان، امیر غلام علیان و ویل: « زموږ بندیز یوازې فزیکي بندیز نه دی، دا په بشپړه توګه په ټکنالوژۍ سمبال او په پوله کې د فزیکي خوندیتوب لپاره ټول الزامات لري.»
ځینې پوځي کارپوهان په دې باور دي چې، د پولو تړل د نړۍوالو قوانینو لمخې د هر هېواد حق دی او د نشه یي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره له ایران سره د پولې تړل ګټور دي.
د پوځي چارو شنونکي، صادق شینواري و ویل: « افغانستان سره د ایران د پولې تړل کولی شي د انسان د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او راتلونکي کې د نشه یي توکو د قاچاق مخه ونیسي.»
له دې سره سم، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ډاډ ورکوي چې، د افغانستان له پولو به هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه پېښیږي او همداراز افغانستان سره د ایران د پولې تړل د دغه هېواد کورنۍ مسله ګڼي.
ذبیح الله مجاهد و ویل: « د افغانستان له خاورې د ګاونډي خاورې ته ناقانونه کارونه نه ترسره کیږي او قاچاق او نور مسایل چې ایران ورته اندېښمن دی، حل شوي دي؛ خو د ایران په خاوره کې که د پولې تړل په پام کې نیسي او یا هم تحکیمات ډېروي په خپله خاوره کې یې دي.»
په دې وروستیو کې ایراني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د دغه هېواد د ۳۵ کیلومټره ختیځې پولې د بندولو کار بشپړې شوې دي.
د ایران د پوځ د سویل ختیځ مرکز قوماندان زیاته کړې چې، د پولو له تړلو وروسته د دغه هېواد په ختیځه پوله کې د افغانانو تګ راتګ کم شوی دی.