Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نېکلاسون: اروپايي ټولنه هڅه کوي له بزګرو سره ۴۵ مېلیونه یورو مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار کړی دی.

په دغې کتنه کې ټوماس نېکلاسون ویلي اروپايي ټولنه هڅه کوي چې، په نږدې راتلونکي کې، د همکارو او نړۍوالو بنسټونو له لوري په افغانستان کې د بدیل کښت لپاره له بزګرو سره ۴۵ مېلیونه یورو مرسته وکړي.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي چې، ټوماس نېکلاسون د اسلامي امارت او اروپايي ټولنې پر اړیکو ټینګار وکړ او زیاته کړې یې ده چې، اسلامي امارت د امنیت د ټینګښت، فساد او نشه‌یي توکو د له‌منځه وړلو په برخه کې اغېزناکه مبارزه کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«ښاغلي نېکلاسون د افغانستان پرمختګونه وستایل او د امنیت ټينګولو، د فساد ختمولو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه او هڅې مهمې وبللې، نوموړي یادونه وکړه چې، نړۍوال بنسټونه به د بدیل کښت او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې، خپله ونډه واخلي.»

د حمدالله فطرت په وینا ښاغلي نېکلاسون، د هېواد ټولو برخو ته د مرستو رسولو لپاره د اروپايي ټولنې د کارکوونکو لاسرسی یو اړین ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په موخه د اسلامي امارت د فعاليتونو ترڅنګ، د نشه‌يي توکو د بديل کښت او درملنې په برخه کې د اړوندو نړۍوالو ادارو ونډه اړينه ده.

د سیاسي چارو شنونکی سید ضیا حسیني په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«کولای شي چې، د تعامل پالنې زمینه او د مثبت لید پراختیا وهڅوي او ټولو غړو ته ورسوي چې، د افغانستان بحث او د امارت او لوېدیځې ټولنې ترمنځ د تعامل پراختیا ته یو کلي او واحد لید پیدا شي.»

ورته مهال، مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې له افغان کډوالو سره د اروپايي ټولنې په ګډون د مرستندويه بنسټونو همکارۍ او مرستې مهمې وبللې او له ګاونډيو او نړۍ څخه يې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنيوي غوښتنه وکړه.

بل لور ته، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون زیاته کړې چې، له ګاونډیو هېوادونو سره یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي په اړه هم خبرې کړې دي.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان محمدزی وايي:«د کډوالو د کوربه هېوادونو د څو اړخیزو کمېتو له لارې دې سلامشورې وکړي، له هغې ډلې سرپرست حکومت چې، وکړای شي په کوربه هېوادونو کې د کډوالو لپاره د اقامې جوازونه ورکړي یا هغه تمدید کړي او یا هم په دغو هېوادونو کې د کډوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تېره میاشت د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې راپور ورکړی وو چې، سږ کال د تریاکو تولید د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا ردکړې او بې بنسټه یې بللې ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نېکلاسون ویلي چې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي په اړه یې له ګاونډیو هېوادونو سره یې هم خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ