Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال لپاره د دفاعي او امنیتي ارګانونو امنیتي پلان

دفاع وزارت له دوه ګونو امنیتي ارګانونو سره په همکارۍ د ۱۴۰۴هجري لمریز کال د امنیتي پلان د جوړونې په تړاو د غونډې له ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې، دغه غونډه د هېوادوالو او لویو پروژو له هغې ډلې ټاپي او کاسا زر د امنیت د ټینګښت د پلان جوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې له امنیتي او دفاعي ارګانونو وغوښتل شول څو په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د همدې پلان له مخې کار وکړي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې هکله وویل:«د دغې غونډې موخه، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې، د هېوادوالو د ډاډمن امنیت تامین او همدارنګه د سترو پروژو لکه ټاپي، کاسا زر او په هېواد کې د نورو پروژو د امنیت د تامین لپاره د امنیتي پلان چمتووالی دی.»

ورته مهال د نظامي چارو ځينې شنونکي د امنیت د ټینګښت او پروژو د عملي کېدو په برخه کې منظم پلان جوړول اغېزناک ګڼي.

د نظامي چارو شنونکی احمد خان اندړ په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا یوه ښه پروسه ده چې، هغوی کولای شي د خپلو کارکړنو نیمګړتیاوې په نښه کړي او د راتلونکي کال لپاره د خلکو، د هېواد او همدارنګه د نویو پروژو چې، په لاره کې دي او په هغو کې به بهرني هم شتون ولري، د امنیت د تامین لپاره خپلې لازمې تابیاوې ونیسي.»

د نظامي چارو بل شنونکي عزیز ستانکزي هم وویل:«د افغانستان د دفاع وزارت په وروستۍ غونډه کې ټينګار شوی چې، څه څرنګه او په کومه بڼه د افغانستان او په هېواد کې د سترو پروژو امنیت ټینګ کړي.» 

 تر دې مخکې د اسلامي امارت مشر د روان کال په چنګاښ میاشت کې په هېواد کې د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره کتنه کړې وه.

شریک یي کړئ