خلیل الرحمن حقاني په ۱۹۶۶ زیږیز کال کې د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په کندو کلي کې زېږېدلی و.
هغه په ۱۹۷۵ زیږیز کال کې د ۹ کلنۍ په عمر د سیاسي او نظامي ستونزو له امله د هېواد پرېښودو ته اړ شو او پاکستان ته کډوال شو.
ښاغلی حقاني د اسلامي امارت د لوړپوړي غړي جلال الدین حقاني ورور و چې په تېرو څو لسیزو کې یې د پخواني شوروي اتحاد او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې جګړو کې هم مهم رول درلود.
خلیل الرحمن حقاني په ۱۹۸۰ زیږیز کال کې د خپل مشر ورور جلال الدین حقاني په مشرۍ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې جهادي فعالیتونه پیل کړل او په دغه جګړه کې یې د درنو وسلو قومنده پر غاړه درلوده.
په ۲۰۰۱ زیږیز کال کې کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، په کابل کې د خلیل الرحمن حقاني کور باندې هوايي برید وشو.
په ۲۰۱۱ زیږیز کال کې د امریکا مالیې وزارت خلیل الرحمن حقاني په تور نوملړ کې شامل کړ او د نوموړي پر سر د معلوماتو د ورکړې لپاره یې ۵ میلیونه ډالره جایزه وټاکله.
د سیاسي چارو شنونکی، ګلاب خان باز په دې اړه وايي: د حکومت له مخالفینو همیش هغه غوښت چې راشي او په افغانستان کې په سوله او ارامښت کې ژوند وکړي. هغه تل له قومي مشرانو سره په دې تړاو له دلایلو سره بحث کاوه.
خلیل الرحمن حقاني د اسلامي امارت په دویمه واکمنۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرستي چې له ایران او پاکستانه د افغانانو د را ایستلو بې سارې لړۍ روانه وه، پر غاړه درلوده.
له پاکستانه د نږدې ۹۰۰ زره او له ایرانه د نږدې ۶۰۰ زره افغانانو د جبري را ایستلو مدیریت د خلیل الرحمن حقاني له مهمو کارکړنو شمېرل کیږي.
ښاغلي حقاني ویلي و: متأسفانه دوی چې ما دلته ولیدل، دوی ډېرې ستونزې لري او ډېر په تکلیف کې دي. اخوا نه چې راغلي دي، مالونه او پیسې ترې اخیستل شوي او له وهلو او ټکولو هم شکایت لري.
ښاغلي حقاني په خپلو ډېری ویناو کې د هېوادوالو ترمنځ پر یوالي، په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو د ستونزو پر حل او په هېواد کې د اسلامي قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کاوه.
د څو کلنو دښمنیو حل او فصل د ښاغلي حقاني له نورو فعالیتونو و او په دغه برخه کې یې هم زیات فعالیتونه کړي دي.
خلیل الرحمن حقاني په هېواد کې عصري زده کړې هم جدي اړتیا ګڼله.
هغه په پروان کې د یوه ښوونځي د پرانیستې مراسمو کې ویلي و چې د هېواد پرمختګ د پوهې په ترلاسه کولو پورې اړه لري.
خلیل الرحمن حقاني بلاخره د روانې هجري لمریزې میاشتې په ۲۱مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې په ځانمرګي برید کې په شهادت ورسېد.