په کابل کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست برید په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) د دغه برید په غبرګون کې ویلي، ترهګري د ثبات لپاره هڅو کې هیڅ ځای نه لري.
اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې ټول تاوتریخجن اقدامات په کلکه غندي.
بل لور ته د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې محکمې ته د دغې پېښې د عاملانو د راکښلو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان ویلي: (په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې امنیتي چاپېریال ښه شوی، خو دا ډول وحشتناک بریدونه د افغان ټولنې امنیت او خوندیتوب ته زیان رسوي، نو له همدې امله د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د هڅو د زیاتېدو اړتیا ده.)
د سیاسي چارو شنونکی، صادق حمیدزوی په دې اړه وايي: دغسې اشخاص، دغسې خاکساره او عاجز او د سولې اشخاص او یا هغه چې د راتلونکي نسل د خوندیتوب او مصونیت لپاره خورا مهم او ارزښتناکه دي، داسې اشخاص هدف ګرځول د افغانستان د راتلونکي، ثبات او یووالی لمنځه وړل دي.
ایران او ترکیې هم د چهارشنبې ورځې دغه برید غندلی دی.
سعودي عربستان د تېرې ورځې برید په تړاو وایي، د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګرۍ او افراطیت پر ضد د افغانانو ملاتړ کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هم دغه برید ټکان ورکونکی بللی او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت او خلک د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست خلیل الرحمان حقاني د بزدلانه ترهګریز برید له امله سخت خواشیني دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي و: (د پاکستان حکومت او خلک په کابل کې د هغه بزدلانه ترهګریز برید له امله چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني یې په نښه کړ سخت خواشیني شوي دي.)
عبدالله عبدالله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست برید غندلی او ویلي یې دي چې خلیل الرحمان حقاني په افغانستان کې د یوې نفوذ لرونکې جهادي کورنۍ غړی وو چې د پخواني شوري اتحاد پر وړاندې جهاد کې یې مهم رول درلود.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپله اېکس پاڼه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست خلیل الرحمان حقاني پر شهادت خواشیني څرګنده کړې ده.
پخواني ولسمشر، حامد کرزي هم ویلي: (په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني او یو شمېر نور هېوادوال مو په دغه وزارت کې د چاودنې له امله شهیدان شول.)
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا په دې اړه طلوعنیوز ته داسې وايي: د دې ترڅنګ چې په هېواد کې بشپړ امنیت دی. په دې قضیه کې د امنیت له پلوه تغافل شوی دی. که دغه غلفت نه وای شوای، داسې ټراژیډیکه پېښه نه رامنځته کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه خونړي برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.