د خلیل الرحمان حقاني د جنازې مراسم تر سختو امنیتي تابیاوو لاندې د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت ځينو لوړ پوړو چارواکو، والیانو او یو زیات شمېر خلکو ګډون درلود.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر خلیل الرحمن حقاني د پخواني شوروي اتحاد، امریکا او ناټو پر وړاندې د دوو جهادونو مجاهد وباله او د هغه کارنامې یې وستایلې.
د رییس الوزراء سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: (( حاجي صاحب باندې د الله جل جلاله غټ احسان وو، په دواړو جهادونو کې برخه اخیستې هم په دواړو هجرتونو کې یې برخه اخیستې، د روسانو خلاف او هم د امریکا او ناټو په خلاف جهاد کې په دواړو هجرتونو کې وو، یو ځل له روسانو مهاجر شو بیا له ناټو نه مهاجر، دا دی اسلامي نظام راغلی دی، موږ او تاسې په افغانستان کې داسې بدبخته خلک لرو چې له اسلامي نظام نه لرې پاتې دي.))
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې وویل خلیل الرحمان حقاني د کفارو دښمن وو او امریکايانو یې پر سر پنځه میلیونه ډالر جایزه اېښې وه.
ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړه چې نېک نامه مسلمانان تل د اسلام دښمنانو موخه وي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني بیا و ویل: ((موږ شخصي فکر نه لرو موږ چې د چا لپاره مبارزه کړې، الله جل جلاله ذولانتقام دی، صرف په دې خپه یم چې دغه کمزوری عمل چا چې وکړ، کاشکې داسې یې سوچ کړی وای چې حاجي خلیل د کفارو دښمن وو امریکايانو یې پر سر پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه اېښې وه د مسلمان دښمن نه وو.))
د اسلامي امارت لوړ پوړی غړی، انس حقاني همدا راز وايي: (( چا چې موږ ته د رسنیو له لارې تعزیت رالېږلي دی موږ د کورنۍ، قوم او اسلامي امارت په استازولۍ له ټولو مننه کوو، الله جل جلاله دې ټولو ته خیر نصیب کړي.))
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وايي د اسلامي امارت پلټنو پربنسټ د تېرو شپږو بریدونو پلان جوړونه له هېواده دباندې شوې وه او ددې پېښې څېړنه به هم کېږي.
امیر خان متقي له هېوادونو وغوښتل چې داسې کسانو ته دې اډې نه ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي زیاته کړه: ((د اسلامي امارت پلټنو پربنسټ ددې اوو حملو نه د تېرو شپږو حملو پلان ګذاري له افغانستانه دباندې شوې وه، ددې پېښې تحقیق به روان وي چې پل یې چېرته درېږي په ټولو هېوادونو غږ کوو چې داسې ظالمانو باندې سترګۍ مه پټوئ او اډې مه ورکوئ.))
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته د سرپرست حکومت کابینې لومړنی غړی دی چې مرګونی برید ورباندې کېږي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست باندې شوي برید په کوردننه، سیمې، نړۍ هېوادونو او سازمونونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په دې اړه مو اندونه