د امریکا بهرنیو چارو وزیر وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو واشنګټن ته د چین او روسیې په ګډون پر نورو نړۍوالو ننګونو د تمرکز زمینه برابره کړې ده.
انتوني بلینکن کانګرس ته په خبرو کې زیاته کړې چې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو هوکړه د ډانلډ ټرمپ د حکومت په لومړۍ دوره کې شوې وه.
کانګرس ته د بلینکن احضارېدل له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې د څېړنو یوه برخه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن و ویل: « زه له افغانستانه د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید تر منځ کومه اړیکه نه وینم، برعکس که موږ په افغانستان کې پاتې شوي وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، نو زموږ دښمنان خوشحاله کېدل. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه وخت هم موږ په افغانستان کې زرګونه عسکر درلودل.»
د کانګرس ځیني غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلوي وو، خو یو ځینې نور بیا د دغې چارې مخالف وو.
مایکل مک کال او ځینې نورو جمهوري پالو وکیلانو و ویل چې، د بلینکن او بایډن اداره له افغانستانه وتلو لپاره چمتو نه وه او دا یې "بې ګټې" چاره بللې ده.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس، مایکل مک کال و ویل: « جو بایډن د امریکا د اساسي قانون خلاف طالبانو ته تسلیم شو او انتوني بلینکن خبرداریو ته پام ونه کړ او د ځواکونو د وتلو پر مهال په رخصتۍ کې وو.»
د امریکا د ولسي جرګې غړی، ګرګوري وایي: « د بایډن ادارې یوه هر اړخیزه کتنه کړې او دې پایلې ته رسېدلې چې که د دوحې له تړون څخه ووځي، نو موږ به له طالبانو سره نوې جګړې ته داخل شو.»
د کانګرس ځینو غړو بیا له افغانستان سره د امریکا پر مرستو نیوکه وکړه.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې نوي رییس، برایان مسټ و ویل: « کله چې امریکا په افغانستان کې سفارت او ډیپلوماټ نه لري، دغه مرستې ولې یاد هېواد ته استول کېږي؟»
د کانګرس بل غړي، ټیم بورچټ و ویل: « طالبان د بایډن د حکومت له مالي مرستو ګټه پورته کوي او د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې له خوا لېږل شوې پیسې په افغانستان کې د امریکا د ګټو پر ضد کارول کېږي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، بلینکن له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په تړاو ۱۴ ځلي شاهدي ورکړې، چې څلور ځلې یې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته مالومات ورکړي دي.
خو مایکل مک کال د چهارشنبې ورځې په غونډه کې وویل چې، د ده تر مشرۍ لاندې، بلینکن حتی یو ځل هم د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته شاهدي نه ده ورکړې.
په دې اړه مو اندونه