Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لوړو زده کړو وزارت د ۱۱ ښوونیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي دي

د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د یوولسو ښوونیزو بنسټونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي دي.

د زده کړیالانو دایمي ناسوبتیا، د دایمي استادانو نشتوالی او له قراردادي استادانو سره د پوهنتونونو د قراردادونو نشتوالی د دغو بنسټونو د لغوه کېدو لاملونه په ګوته شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت دغه ښوونیز بنسټونه غزني کې د سلطان محمود غزنوي، فراه کې د ابونصر، بادغیس کې د حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلان کې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث د لوړو زده کړو موسسې یادې کړې دي. 

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي، دغه بنسټونه د معیارونو پر پوره کولو مکلف دي او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

د دغه وزارت ویاند ضیاالله هاشمي و ویل: « تخار ولایت کې د فجرستان لوړو زده کړو عالي موسسه، بغلان ولایت کې رویان او قدس، کندوز ولایت کې نمر، بلخ ولایت کې سادات، سمنګان ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي، بادغیس ولایت کې حنظله او حکمت، غزني ولایت کې د سلطان محمود غزنوي، فراه ولایت کې د ابو نصر او هرات ولایت کې د الغیاث لوړو زده کړو موسسه د هغو تحصیلي بنسټونو له ډلې دي چې د فعالیت جوازونه یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري لغوه شوي دي.»

ښوونکي او زده کړیالان بیا د دغو تحصیلي بنسټونو د جوازونو لغوه کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

بلخ کې د یو پوهنتون استاد، محمد تقي واحدي طلوع‌نیوز ته و ویل: « خصوصي پوهنتونونه په ټولو ولایتونو کې اړین دي څو ځوانان وکولای شي خپلې وړتیاوې لوړې کړي.»

بلخ کې د یوه خصوصي پوهنتون زده کړیال، قیام‌الدین و ویل: « اسلامي امارت باید دغو پوهنتونونو ته یو خبرداری ورکړي چې په پوهنتون کې خیالي زده کړیال ونه مني.»

ولایتونو کې د طلوع‌نیوز خبریالانو د دغو ښوونیزو بنسټونو د مسوولینو د نظر اخیستلو هڅې کړي مو بریالي شوي نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه