د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې به د افغانستان په ګډون شل هېوادونه له سخت بشري ناورین سره مخ شي.
د دغې کمېټې په کلني بېړني راپور کې سوډان د نوملړ په سر کې راغلی دی.
افغانستان تر دې وړاندې دغه نوملړ کې په درېیم ځای کې و.
راپور کې راغلي: « نن د ژغورنې نړۍوالې کمیټې (IRC) د بیړنۍ څارنې کلنی نوملړ خپور کړ او هغه ۲۰ هېوادونه یې پکې په ګوته کړي چې په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې به د انساني ناورین له زیاتوالي سره مخ شي.
د سوډان په ګډون د فلسطین اشغال شوې سېمې، میانمار، سوریه او سویلي سوډان هغه پنځه هېوادونه دي چې تر ټولو سخت بشري ناورین سره به مخ شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رشتیا وایي: « افغانستان سره دې د بشري مرستو ترڅنګ اقتصادي مرستې هم وشي او دا اقتصادي مرستې دې سټراټیژیکو پلانونو د عملي کولو په برخه کې ولګول شي څو خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.»
د پلازمېنې اوسېدونکي هم وايي، له بېلابېلو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکي، حبیب و ویل: « زه خپله ناروغ یم او دلته ډاکټر ته راغلی یم. ما ویل ماسره دې مرسته وشي ځکه پیسې نه لرم او اولادونه مې هم وږي دي، لس ماشومان لرم او بیکاره یم.»
د کابل بل اوسېدونکي، خان محمد و ویل: « له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، له سهاره تر ماښامه ګرځو او له سلو تر ۱۵۰ افغانیو کار کوو چې، دوه زره او یا دوه نیم زره د کور کرایه ده.»
د اقتصاد وزارت بیا وايي، اسلامي امارت هڅه کوي چې په بنسټیزو پروژو کې د پانګونې، سیمه ییز اتصال، د صادراتو د زیاتوالي او د کارموندنې په پروژو کې د پانګونې په جلبولو سره دغه ناورین مهال کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمان حبیب و ویل: « هڅه کوو چې د افغانستان پر شته اقتصادي وړتیاو په اتکا سره د بهرنیو مرستو څخه پر باثباته پرمختګ تمرکز وکړو. »
د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د راپور لمخې، دا مهال په نړۍ کې ۳۰۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او سوډان، فلسطین، میانمار، سوریه او سویلي سوډان بیا هغه هېوادونه دي چې، په ۲۰۲۵ کال کې به پکې تر ټولو ناوړه بشري ناورین وي.
په دې اړه مو اندونه