Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګریزو ننګونو پر حل د سردار احمد شکېب ټینګار

پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له رییس او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د فډراسیون له غړو سره کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

سردار احمد شکېب ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه برخه کې ډېری ستونزې د پاکستان له لوري جوړې شوي چې د سوداګرۍ کچې کمېدو ته لاره هواره کړې ده. 

افغانستان د سیمې په کچه هر کال له پاکستان سره تر ټولو زیاته سوداګري کوي خو سږ کال د بېلابېلو ستونزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ کمه شوې ده.

اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب و ویلک « موږ ځینې لاملونه ورته و ویل او ټینګار مو وکړ چې، ډېری ستونزې د پاکستان له لوري دي. له پاکستاني مسوولینو مو وغوښتل چې د دغو خنډونو لمنځه وړلو لپاره هڅې وکړي. افغانستان هم تل هڅه کړې چې، د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د افغانستان د صادراتو په موسم کې د تورخم، غلام خان، ډنډ پټان، انګور اډې او خرلاڅي لارو تړل، په کراچۍ بندر کې له ۴۰۰۰ د زیاتو افغان لاریو درول، د پاکستان لخوا د افغانستان پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې لګول، د پاکستان لخوا پر افغان ټرانزیټي توکو د ګمرکي تعرفو لګول او د دغه هېواد لخوا د موقتي ننوتلو د سند غوښتنې د سوداګرۍ پر وړاندې له سترو ستونزو څخه ګڼل کېږي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي و ویل: « اصلي ستونزې د نا سالمو سوداګریزو سیاستونو او د پاکستان له لوري د تعرفو لوړېدو له امله دي. پاکستان بیا بیا لارې تړي، تعرفې لوړوي چې د دې لامل کیږي چې، له ۴۰ تر ۵۰ سلنې بندرونه په کال کې تړلي پاتې شي.» 

تر دې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمیرې ورکړې وې، چې د روان کال په اتو میاشتو کې افغانستان له دغه هېواده د څه باندې ۷۵۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات او د ۴۷۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه