Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکا د سولې انسټیټیوټ: د کوکنارو پر کښت د بندیز کمښت د ا.ا واک زیانمنوي

د امریکا د سولې انسټیټیوټ راپور ورکړی چې، د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت بندیز او د بدیل کښت په توګه د غنمو په څېر د کم ارزښته کښتونو وړاندیز د کروندګرو ترمنځ اندېښنې رامنځته کوي او افغانستان کې د سیاسي کړکېچونو د رامنځته کېدو احتمال زیاتوي.

دغه راپور کې راغلي که څه هم دغه بندیز د اسلامي امارت ځواک ښيي خو په لیرې پرتو سیمو کې بې وزلي زیاتوي.

راپور کې راغلي: « د دغه بندیز لپاره د طالبانو فشار په ځانګړې توګه ۲۰۲۴ کال کې د پاملرنې وړ ده. که څه هم دغه بندیز د طالبانو ځواک ښیي خو دوام یې په لیرې پرتو سیمو کې بې وزلي زیاتوي، د خلکو ترمنځ نارضایتي زیاتوي او سیاسي بې ثباتۍ ته لمن وهي.» 

دغه انسټیټیوټ ویلي، ښایي د فشارونو او مخالفتونو په پایله کې د بندیز کمول د کوکنارو کښت بیا را ژوندی کړي چې د اسلامي امارت حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د دغه انسټیټیوټ شمېرې ښيي چې، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو تر کښت لاندې سیمه په بې ساري ډول کمه شوې ده.

د شمېرو لمخې، افغانستان کې د کوکنارو کښت تېر زیږیز کال کې له ۲۲ زره او ۶۹۳ هکټارو په ۲۰۲۴ کې ۷ زره او ۳۸۲ هکټارو ته را کم شوې چې ۶۷ سلنې کمښت ښیي. 

د کوکنارو په کښت کې دغه کمښت تېر کال ۹۰ سلنې ته رسېدلی و. 

خو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د کوکنارو کښت د ډېرېدو خبر ورکړی و.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ د خپل راپور په پای کې ټینګار کړی چې، له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره دوامداره اقتصادي وده او د کلیو پراختیا اړینه ده.

بشري مرستې که څه هم ګټورې دي خو په یوازې توګه نشي کولی د دې ناورین مخه ونیسي. 

تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنې کم شوی او هیڅ چاته یې د کرنې اجازه نه ورکول کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه