Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترهګرۍ اړوند مسایل د ا.ا او پاکستاني چارواکو د خبرو اترو چورلیز

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام آباد تل د پاکستان او افغانستان تر منځ د شته مسایلو د حل په تړاو له تعامل او رغنده خبرو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده په اسلام اباد کې د اسلامي امارت له شارژدافېر سره د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي او د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال کتنو ته په اشارې سره وایي چې پاکستان تل د شته مسایلو په حل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رغنده او تعامل او خبرو ملاتړ کړی دی.

زهرا بلوچ یو ځل بیا د افغانستان اړوند مسایل د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ د کتنو له محوري مسایلو ګڼي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، زهرا بلوڅ وايي
«دا دواړه کتنې، زموږ د لومړي وزیر د مرستیال او د شارژدافېر تر منځ او په کابل کې زموږ د پلاوي د مشر او د افغانستان د دفاع وزیر تر منځ کتنې د خبرو اترو له لارې د هغو موضوعاتو په ګډون چې پاکستان یې په تړاو په جدي توګه اندېښمن دی او کله ناکله رامنځته کیږي، د مسایلو حل ته د پاکستان د لېوالتیا ښودنه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې اړه وايي:«د پاکستان واکمنان هیڅکله رښتیني نه‌دي پاتې شوي، د هغوی د خبرو بنسټ فریب او شیطانت دی. که خبره د ترهګرۍ په اړه وي، نو په خپل هېواد کې جوړ شوي کمپونه دې ختم کړي.»

تر دې واندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت له شارژدافېر سره په کتنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ مسایلو په تړاو خبرې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې هوکړه کړې ده.

معین‌الحق څمکني، چې د سیاسي مسایلو شنونکی دی، وویل: «د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون د افغانستان په ګټه هم دی، او افغانستان باید له دې فرصت ګټه پورته کړي.»

د سیاسي چارو یوه بل شنونکی، ذکی الله محمدي طلوع نیوز ته وايي: «اسلامي امارت باید هڅه وکړي چې د هغه لوري ادعاوې حل کړي، ځکه چې زموږ اړیکې ښې شي.» 

د افغانستان او پاکستان ترمنځ رغنده تعامل او خبرو ته د لېوالتیا په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې، د بېلابېلو لاملونو له مخې د سوداګریزو بندرونو تړل کېدل او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو مسألې د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه