د اسلامي امارت ویاند د سرپرست حکومت او اروپايي ټولنې تر منځ د اړیکو د جوړولو په برخو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نېکلاسن ماموریت چندانې ګټور نه ګڼي.
ښاغلی مجاهد د اروپایي ټولنې له نوې استازي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې معرفي شي، غواړي چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د افغانستان ریښتینی تصویر وړاندې کړي او د لا ډېرې همکارۍ راجلب کړي.
د اسلامي امارت ویاند وايي: دا چې د افغانستان او او اروپايي ټولنې اړیکې یې و نه رغولې او هغه شکونه او لیدلوری چې د اسلامي امارت په اړه موجود دی او هغه یې لمنځه یوړلی نه شو نو دا بریالیتوب نه دی.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې هېڅ اروپايي هېواد په خپلو سفارتونو کې د اسلامي امارت استازی نه دی ملنی.
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر دې بارو دي چې د نړۍ په تېره بیا له اروپایي ټولنې سره د اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې اسلامي امارت د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ پر غوښتنو غور وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر په دې اړه وايي: د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو رغېدل یا عادي کېدل د یوه شخص پورې اړه نه لري. دلته باید اسلامي امارت هم هغه غوښتنې چې اروپايي ټولنه یې لري ومني او اروپايي ټولنه هم د اسلامي امارت غوښتنې ومني.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي کابل ته په خپل پنځه ورځني سفر کې د اسلامي امارت له مسوولانونو، د ملګرو ملتونو له استازو، خبریالانو او سوداګرو سره کتلي دي.
په دغو کتنو کې د کروندګرو لپاره د بدیل کښت، د اروپایي ټولنې د بشري مرستو، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون او د اروپایي ټولنې له هېوادونو سره د سوداګرۍ د زیاتېدو په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکي، بلال عمر و ویل: اروپايي ټولنه چې دا څو کلونه په افغانستان کې وه، بېلابېل پروګرامونه یې درلودل لکه، له کډوالو سره، روږدو سره او د بنسټونو په جوړولو کې مرسته کول. خو په ټوله کې په کوم ډول چې افغانانو غوښتل هغسې یې ځينې مسایل حل نه کړای شول.
دا په داسې حال کې ده، چې توماس نیکلاسن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې ټاکل شوی و.
په دې اړه مو اندونه