حسیبالله نوري د افغانستان بانک ویاند په تېر یوه کال کې، د دغه بانک له لوري د نږدې ۸ مېلیارده زړو افغانیو له راټولولو خبر ورکړی دی.
د دغه بانک ویاند د زړو پیسو د راټولولو بهیر پر دوام له ټینګار سره، یوځل بیا له هېوادوالو غوښتي چې، په راکړه ورکړه کې، د افغانیو ساتلو ته پاملرنه وکړي.
ښاغلی نوري زیاتوي چې دغه راټولې شوې پیسې د مشخصو کړنلارو له مخې سوځول کېږي او لهمنځه وړل کېږي.
د افغانستان بانک ویاند په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«اته مېلیارده افغانیو په ارزښت، مندرس بانکنوټونه له بازارونو څخه راټول او له منځه یوسوو. دا بانکنوټونه د یوه معلوم طرزالعمل پر بنسټ راټولېږي او له منځه وړل کېږي او کله چې، دا بانکنوټونه راټولولو د معلوم طرزالعمل پر بنسټ لهمنځه وړل کېږي، سوځول کېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.»
په پلازمېنه کې ځينې هټۍوال وايي چې، د زړو پیسو کارول دوی کاروبار ته زیان رسوي. دوی له د افغانستان بانکه غواړي چې، د افغانیو د زړښت د مخنیوي لپاره یوه کړنلاره په پام کې ونیسي.
هټۍوال محمد نسیم طلوعنیوز ته وايي:«ډېره اغېزه لري؛ د دې لپاره چې، خلک موږ ته زړې پیسې راوړي، خو بېرته یې نهاخلي یا په رنګ وي یا ډېرې زړې وي، له همدې امله ډېرې ستونزې دي.»
هټۍوال خالد هم وویل:«کهچېرې موږ ته پاکې پیسې راکړي، غوره ده او له مرکزي بانکه غواړو چې، زړې پیسې، نمبر بدلې او څېرې پیسې راټولې کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکي تل ټينګار کوي چې، د افغانیو د زړښت د مخنیوي لپاره باید افغانستان بانک په هېواد کې د برېښنایي پیسو د دودلو هڅې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان په دې هکله وايي:«د ټکنالوژۍ له لارې یا د موبایل له لارې راکړه ورکړه او د کارټونو له لارې راکړه ورکړه، دا اوس معمول ده، د نړۍ د راکړې ورکړې یا د پیسو د خوندي کېدو لپاره یا د پیسو د فېزیکي استفادې، یا د ښه بدیل لپاره هغو استفاده کېږي.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، تر ډېره پهکې خلک په راکړو ورکړو کې له فېزیکي پیسو استفاده کوي او له ۱۹۳۹ زېږدیز کال راهیسې له روسیې، برېټانیا، جرمني، هند، پولنډ او فرانسې سره د افغانۍ د چاپولو تړونونه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه