Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سویډن د افغانستان د تېر حکومت له سفیره د دندې پایته رسولو غوښتنه کړې

د سویډن بهرنیو چارو وزارت سټاکهولم کې د افغانستان د تېر حکومت له سفیره غوښتي چې دغه هېواد کې خپل کار پایته ورسوي.

عباس نویان له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د کوربه هیواد د غوښتنې سره سم به یې د روانې زېږیزې میاشتې په پای کې ماموریت پایته ورسیږي او زیاته کړې یې ده چې، د سفارت شتمنۍ به د سویډن بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي. 

د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج په دې اړه و ویل: « د سفارت د تړلو لپاره باید بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل او افغانستان سره د اړیکو لپاره یو بدیل په پام کې ونیول شي.»

اسلامي امارت تر دې مهاله د سویډن د حکومت د دغې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي. 

اروپا کې د مخکیني حکومت د سفارتونو د فعالیتونو د درېدو مسله د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هغوی د فعالیتونو له بې اعتباره اعلانېدو وروسته رامنځته شوه. د بهرنیو چارو وزارت د زمري پر نهمه د ځینو سفارتونو او کونسلګریو فعالیتونه له کابل سره د نه همغږۍ له امله بې‌اعتباره اعلان کړل. تر هغې وروسته، ناروې، جرمني او بریټانیا د مخکیني حکومت د سیاسي استازولیو د فعالیتونو د درېدو غوښتنه وکړه، خو چارې یې تر دې مهاله اسلامي امارت ته نه دي سپارل شوي. 

د پوهنتون استاد، ناصر شفیق و ویل: «  ناروې، سویډن او نورو هېوادونو کې د سفارت شتون د افغانستان لپاره اړتیا ده، خو که د مخکني او یا اوسني حکومت ډیپلوماټان پکې نه  وي نو کونسلي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې هېوادوالو ته ستونزې رامنځته کیږي.»

تېره ورځ (دوشنبه) افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت چارسمبالي هم د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره کتنه کې ژمنه کړې چې، په لندن کې به افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه