د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له هېوادوالو غواړي چې، له ناقانونه کډوالۍ ډډه وکړي.
ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت هڅه کوي په کور هېوادوالو لپاره کاري زمینې رامنځته کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: « افغانان باید هڅه ونکړي چې له هېواده بهر لاړ شي. زموږ کډوال چې ایران کې وو، ډېر بېرته هېواد ته راغلل. بل خوا د اسلامي امارت له لوري د کاري زمینې رامنځته کولو او د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کېدو لپاره جدي هڅې روانې دي څو د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي.»
تر دې وړاندې ایراني رسنیو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په حواله لیکلي و چې، ایران تېر یوه کال کې تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوالو له دغه هېواد ایستلي دي.
دغه ایراني چارواکي ویلي و: « موږ په یوه کال کې له ښارونو او کلیو څه باندې ۱.۵میلیونه ناقانونه وګړي واېستل او بایومټریک او تخنیکي فعالیتونو مو پیل کړل. یعنې له خلکو مو د ګوتو نښې اخیستې او بایومټریک کول مو چې په نښه کړای شي.»
د تخار اوسېدونکی، عبدالله وایي، د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره یې ایران ته د سفر موزې په پښو کړي دي. هغه زیاتوي چې، تر دې وړاندې یې شپږ ځله ایران ته سفر کړی، خو هر ځل په ربړولو سره له دغه هېواده را اېستل شوی دی.
عبدالله و ویل: « دا اووم ځل دی چې ایران ته ځم، هر ځل چې ځم، بېرته را ایستل کیږم. هر ځل چې ځم پنځه یا شپږ میاشتې اوسم او وهي مې او افغانستان ته مې راشړي. پنځه اولادونه لرم، اړ یم چې بیا ایران ته د کار لپاره لاړ شم.»
له ایرانه را شړل شوې فاطمې طلوعنیوز ته و ویل: « سره له دې چې، اسناد هم وي خو سختۍ زیاتې دي. د بېلګې په ډول زما په څېر چې هملته پیدا شوې یم.»
تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران، پاکستان او ترکیې د څه باندې ۹۰۰ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه