Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کولو لپاره قانون تصویب کړی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د روسیې پارلمان تېره ورځ، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کولو په پار یو قانون تصویب کړی دی.

د راپور پر بنسټ، تصویب شوی قانون د روسیې سترې محکمې ته اجازه ورکوي چې، د مسکو له لوري په تور نوملړ کې د شاملو ډلو بندیزونه وځنډوي.

د رویټرز د دغه راپور په یوې برخه کې ویلي:«د روسیې پارلمان د سې‌شنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې، محکمو ته اجازه ورکوي، پر هغو ډلو بندیزونه چې، د مسکو له لوري د ترهګرو سازمانونو په توګه معرفي شوي وځنډوي او له افغان طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته لار هواره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمد ځاځی هم وايي:«په اوسنیو حالاتو کې، د دوی د پارلمان دغه پرېکړه، زه ستایم او دا به وکړای شي چې، د روسیې او افغانستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې نورې هم ټینګې کړي او دا به وکړای شي چې، په راتلونکي کې د افغانستان سیاسي ثبات د سیمې په کچه نور هم پياوړی او ټينګ کړي.»

کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشي په مشرۍ، کابل ته د روسي پلاوي تر سفر وروسته، د دغه هېواد پارلمان د روانې هجري لمریزې میاشتې په شلمه نېټه یوه لایحه تصویب کړه چې، له تور نوملړه یې د اسلامي امارت د نوم لرې کولو امکان برابر کړ. هغه اقدام چې، سرپرست حکومت یې د روسیې او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره مهم ګام وباله.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ په دې هکله وویل:«ډېر مثبت اړخونه لري، دا په سیمه او نړۍواله کچه سیاسي باور رامنځته کوي. چې، راتلونکي کې نور هېوادونه هم وکړای شي، د اسلامي امارت پر وړاندې دغسې مثبتې پرېکړې وکړي.»

تر دې مخکې، د منځنۍ اسیا دوو هېوادونو قزاقستان او قرغېزستان هم سږ کال د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلی دی.

تصویب شوی قانون د روسیې سترې محکمې ته اجازه ورکوي چې، د مسکو له لوري په تور نوملړ کې د شاملو ډلو بندیزونه وځنډوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه