Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د روسیې له لوري د اړیکو عادي کولو د اقدام هرکلی وکړ

اسلامي امارت د روسیې هغه اقدام ستايي چې له مخې یې له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره لاره هواریږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال د روسیې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې یو مثبت ګام ګڼي او وایي چې سرپرست حکومت له نورو هېوادونو هم غواړي چې د اسلامي امارت نوم له تور نوملړ څخه وباسي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په دې اړه وايي: دا موږ یو مثبت ګام بولو او د افغانستان او روسیې فدراسیون د اړیکو په پراختیا کې به مثبت ګام وي. نور هېوادونه هم باید ورته اقدام وکړي او له اسلامي امارت د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو موضوع په ځلونو د یاد هېواد د لوړپوړو چارواکو له لوري مطرح شوې وه.

د روسیې پارلمان د روانې هجري لمریزې میاشتې په ۲۰ نېټه هغه لایحه تصویب کړه چې د دغه هېواد له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو امکان برابروي.

د سیاسي چارو شنونکي، جنت فهیم چکري و ویل: «روسیه له سیاسي او پوځي اړخه د سیمې د هېوادونو په پرتله په لوړه کچه کې ده. که د افغانستان او روسیې اړیکې ښې شي او روسیه افغانستان په رسمیت وپېژني، نو هغه نور هېوادونه چې د روسیې سره همفکره دي هم احتمالاً تشویق شي چې ورته اقدام وکړي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سلیم پیګیر په دې اړه وايي: «هغه حکومتونه چې د روسیې سیاست تعقیبوي، هغوی به هم له دې تقلید وکړي، په ځانګړې توګه د منځنۍ آسیا هېوادونه، چین او نور هېوادونه دا کار حتمي ترسره کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې پارلمان د سه شنبې په ورځ هغه قانون تصویب کړه چې د دغه هېواد سترې محکمې ته اجازه ورکوي څو د مسکو له لوري په تور نوملړ کې د ممنوعه ډلو نومونه وځنډوي او د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو عادي کولو ته لاره هواره کړي.

تر دې وړاندې هم د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو موضوع په ځلونو د یاد هېواد د لوړپوړو چارواکو له لوري مطرح شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه