Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې په دوو خونړیو ټرافیکي پېښو کې ۵۲ کسان مړه او ۷۰ ټپیان دي

په غزني ولایت کې د دوو جلا خونړیو ترافیکي پېښو پایله کې ۵۲ تنو ژوند بایللی او ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییز مسوولین وايي لومړنۍ ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د غزني مرکز شهباز سیمه کې او دویمه ترافیکي پېښه نیم ساعت وروسته د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره ددغو پېښو ځینې ټپیان چې وضعیت یې نازک وو کابل ته لېږدول شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس، حمیدالله نثار وايي: د غزني د مرکز اړوند شهباز سیمه کې، همدا رنګه د اندړو ولسوالۍ اړوند ناني سیمه کې په دوو جلا پېښو کې چې یو طرف ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر کې او بار وړونکي موټر او ټانکر ترمنځ ټکر رامنځته شوی ده. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي: ۵۲ تنه شهیدان او ۶۵ تنه ټپیان شوي دي. هغه ټپیان چې ټپونه یې برسېرن وو د غزني په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې او یو شمېر جدي ټپیان د کابل اېمرجنسي، جمهوریت او وزیراکبرخان روغتون ته ولېږدول شول. 

د کابل - کندهار لویې لار مسیر اړوند غزني ولایت کې د چهارشنبې شپې د دوو جلا مرګونو ترافیکي پېښو د قربانیانو وینلړلۍ بدنونه؛

لومړۍ ترافیکي پېښه شاوخوا لس بجې د شپې د غزني ښار اړوند شهباز سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر او تیلو ټانکر له امله رامنځته شوې.

دویمه ترافیکي پېښه نیم ساعت وروسته د اندړ ولسوالۍ په ناني سیمه کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او ټیلر موټر ټکر پایله کې رامنځته شوې ده.

ټپی شوی، سید ولي داسې وايي: بل رقم حال و، داسې حال کله پر موږ نه و راغلی نو. موږ ټول پراته وو او سرونه مو په چوکیو کې بند وو. د بل موټر زغال هم پر موږ پراته وو. تاسې موږ ګورئ چې جیبونه مو له سکرو ډک دي.

یو بل ټپی شوی، رحمت الله حماد هم وايي: کله چې مو موټر ټکر وکړ له ما سره مې یو د خاله زوی وو. د هغه چیغې مې واورېدې او ددې نورو خلکو چېغې مې هم واورېدې. نور نو په ځان نه یم پوه شوی. بیا چې په هوش راغلم صحت عامه کې پروت وم.

ورته مهال سرپرست حکومت د غزني اړونده ادارو ته امر کړی چې دا خونړۍ پېښې په جدي ډول وڅېړي او لامل یې ومومي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کیږي چې هرڅه ژر دواړه پېښې و څېړي. دقیق علت یې معلوم او په راتلونکي کې د داسې پېښو مخنیوی وکړي. 

دغو دوو مرګونو ټرافیکي پېښو غبرګونونه هم لرل.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي او په پخواني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او دغه راز په کابل کې د ترکیې سفارت د یادو ترافیکي پېښو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه