Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل-کندهار پر لار د مرګونې پېښې پر سر ۲ ټرانسپورټي شرکتونه ځنډول شوي

د کابل- کندهار پر لویه لاره له دوو مرګونو ټرافیکي پېښو وروسته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د دغو پېښو له امله د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه وځنډول شول.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیکو د عمومي ریاست چاروکوا د دغو پېښو په تړاو بیړنۍ ناسته کړې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: «د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دغو دوو ټرافیکي پېښو په پار د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه ځنډولي دي او د پېښو د څېړنې لپاره ګډ تخنیکي ټیم سیمې ته استول شوی دی.»

د ټرافیکو عمومي رییس، حسیب الله مختار په دې اړه وايي: د شهباز په سیمه کې چې کومه پېښه رامنځته شوې ده. د کندهار له لوري ټيلر راځي د ګازو ټیلر دی له کنټروله وځي که بې خوبي یې سبب دی او که هرڅه دی. د بس طرف ته راځي او ټکر کیږي. 

 له دې سره هممهاله، په پلازمېنه کې ایمرجنسي روغتون کې ویلي چې د دغو دوو پېښو ۲۱ ټپیان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

دغه روغتون زیاتوي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د ثبت شویو ټرافیکي پېښو شمېر له ۲۶۶۲ پېښو نه ۵۵۵۰ پېښو ته رسېدلی، چې څه باندې ۷۸سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایمرجنسي روغتون ویلي:  د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو د مارچ میاشتو ترمنځ د ثبت شویو ټرافیکي پېښو په شمېر کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

بل پلو، یو شمېر هېوادوال  له اسلامي امارته غواړي چې د معیاري سړکونو په جوړولو سره د ټرافیکي پېښو مخنیوی وکړي.  

موټر چلوونکی، حسن علي په دې اړه وايي: دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده. له حکومت غواړو چې سړکونه لږ څه معیاري کړي. موټر چلوونکي هم پام وکړي. کمربند وتړي. د شپې مزل ډېر خطرناک دی.
  
دا په داسې حال کې ده چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۲ کسان مړه شوي او نږدې ۸۰ نور ټپیان شوي دي. اسلامي امارت د دغو پېښو د لامل د جوتېدو غوښتنه کړې ده.  

اېمرجنسي روغتون وايي، د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د ثبت شویو ټرافیکي پېښو شمېر له ۲۶۶۲ پېښو نه ۵۵۵۰ پېښو ته رسېدلی، چې څه باندې ۷۸سلنه زیاتوالی ښيي.

تصویر بندانگشتی

د کابل- کندهار پر لویه لاره له دوو مرګونو ټرافیکي پېښو وروسته د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د دغو پېښو له امله د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه وځنډول شول.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیکو د عمومي ریاست چاروکوا د دغو پېښو په تړاو بیړنۍ ناسته کړې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خبرپاڼې یوه برخه: «د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دغو دوو ټرافیکي پېښو په پار د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه ځنډولي دي او د پېښو د څېړنې لپاره ګډ تخنیکي ټیم سیمې ته استول شوی دی.»

د ټرافیکو عمومي رییس، حسیب الله مختار په دې اړه وايي: د شهباز په سیمه کې چې کومه پېښه رامنځته شوې ده. د کندهار له لوري ټيلر راځي د ګازو ټیلر دی له کنټروله وځي که بې خوبي یې سبب دی او که هرڅه دی. د بس طرف ته راځي او ټکر کیږي. 

 له دې سره هممهاله، په پلازمېنه کې ایمرجنسي روغتون کې ویلي چې د دغو دوو پېښو ۲۱ ټپیان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

دغه روغتون زیاتوي چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ او ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د ثبت شویو ټرافیکي پېښو شمېر له ۲۶۶۲ پېښو نه ۵۵۵۰ پېښو ته رسېدلی، چې څه باندې ۷۸سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایمرجنسي روغتون ویلي:  د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو د مارچ میاشتو ترمنځ د ثبت شویو ټرافیکي پېښو په شمېر کې ۷۸.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.»

بل پلو، یو شمېر هېوادوال  له اسلامي امارته غواړي چې د معیاري سړکونو په جوړولو سره د ټرافیکي پېښو مخنیوی وکړي.  

موټر چلوونکی، حسن علي په دې اړه وايي: دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده. له حکومت غواړو چې سړکونه لږ څه معیاري کړي. موټر چلوونکي هم پام وکړي. کمربند وتړي. د شپې مزل ډېر خطرناک دی.
  
دا په داسې حال کې ده چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۲ کسان مړه شوي او نږدې ۸۰ نور ټپیان شوي دي. اسلامي امارت د دغو پېښو د لامل د جوتېدو غوښتنه کړې ده.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه