Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روان کال کې د ۱۲ رسنیو د تړل کېدو په اړه د بې پولې خبریالانو اندېښنه

د بې پولې خبریالانو یا RSF سازمامان په یوه راپور کړې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیلېدو راهیسې په افغانستان کې  شاوخوا ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړل شوې دي.  

دغه سازمان د رسنیو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې هغه خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړای شي، چې د دغه سازمان په وینا، په بند کې دي. 

د بې پولې خبریالانو د سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي.  د آرزو ټلویزیون وروستی مرکز و چې وتړل شو.
د دې رسنۍ اووه کارکوونکي دا مهال په کابل کې بندیان دي.  دغه سازمان دا د نه منلو وړ بندیزونه غندي او له چارواکو غواړي چې دغه خبریالان ژر ترژره خوشې کړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې خبریالانو د سازمان راپور ردوي او زیاتوي چې یوازې دوه یا درې هغه رسنۍ تړل شوې دي چې په بېلابېلو ګوندونو پورې اړوند وې.  
 
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: د رسنیو بندول پر ځای کار نه دی خو کومې رسنۍ چې بندې شوې دي هغه حزبي وې. نو د حزبي فعالیتونو له امله تړل شوې دي او د قانون مطابق باید تړل شوې وای. نورې رسنۍ نه دې تړل شوي خو که اقتصادي ملحوظات یې درلودل.

خبریال، صفی الله منطق  په دې اړه وايي: خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې خبریالانو ته د اطلاعاتو په لاسرسي کې اسانتیاوې رامنځته کړي. د هغوی اقتصادي ستونزو او خوندیتوب ته دې هم باید رسېدنه وکړي.
  
خبریال، ذبیح الله شریفي هم وايي: د ټولیزو رسنیو فعالیت په هر ډول شرایطو کې لازم او ضروري دی. له حکومت مو هم غوښتنه دا ده چې بشپړ ملاتړ یې وکړي.  

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په کابل کې د ارزو ټلویزیون د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، له رسنیو د ناوړه استفادې د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه تړل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه