Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیلزاد: نور هم له احمد شرع زده کړه کولای شي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په سوریه کې د هیت تحریر شام پر رهبر د امریکا لس میلیون ډالري جایزې لرې کېدو ته په اشارې پوښتنه کړې، "آیا طالبان به هم توجه وکړي؟"

هغه د کوم هېواد يا ډلې د نوم له یادولو پرته ویلي، نور هم په ورته شرایطو کې له احمد شرع زده کړه کولی شي چې څنګه د نړۍوال نظام له اصلي بهير سره ګډ شي.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « نور هم په ورته شرایطو کې کولای شي چې، له احمد شرع زده کړي چې څنګه د نړۍوال نظام سره یوځای کیږي، آیا طالبانو دې ته فکر کړی؟»

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې، امریکا د احمد الشرع نیولو لپاره د لسو میلیونو ډالرو ټاکل شوې جایزه لرې کړې ده.

د منځني ختيځ په چارو کې د امریکا لوړپوړې ډيپلوماټې بارباره لیف په دمشق کې د هیت تحریر شام له رهبر سره تر ډيپلوماټيکو کتنو وروسته دغه موضوع مطرح کړې ده. 

د رویټرز د راپور لمخې، الشرع په دغو کتنو کې ژمنه کړې چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د سوریې له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

امریکا د هغو معلوماتو په بدل کې چې د احمد الشرع د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالر جایزه ايښې وه.

دا د تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې سوریې ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت د چارواکو لومړی سفر و. 

دغه سفر سوریه کې د بشار الاسد د حکومت تر پرځېدو وروسته له انتقالي حکومت سره د امریکا د ډیپلوماټیکو اړیکو جوړولو په موخه ترسره شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه