Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان نجونو پر زده کړو بندیز؛ بلینکن د دغه فرمان د لغوه کولو غوښتنه کړې

په هېواد کې د نجونو پوهنتونونو د تړل کېدو له دوه کلنۍ سره د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له اسلامي امارته غوښتي څو ژر تر ژره دغه فرمان لغوه کړي. 

ورته مهال د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په هر ډول تعامل کې بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي: « افغان ښځې او نجونې یوه باثباته، سوله ‌ییز او پرمختللي افغانستان ته د رسېدو اصلي عامل دي. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دغه فرمانونه لغوه کړي.»

رینا امیري ویلي: « نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره هر ډول تعامل ته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو موضوع ته د لومړيتوب په ورکولو سره دوام ورکړي. افغانستان به ترهغې په تیاره کې پاتې وي چې، د افغان ښځو او نجونې هیلې پیکه وي.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو لپاره د نجونو غوښتنه د دوی حق بولي.

حامد کرزی په دې باور دی چې، افغانستان د نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی نشي لرلی.

کرزي په یوه اعلامیه کې ویلي: « هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو غږ تاییدوم؛ دا غوښتنه یو اساسي حق بولم او تاکید کوم چې د نجونو له تعلیم پرته افغانستان هېڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی. د افغانستان د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره تعلیم حیاتي دی او هیله لرم چې په هېواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.»
  
د پوهنتون استادې، بهاره عطایي په دې اړه و ویل: « افغانستان کې د پوهنتونونو تړل نه یوازې د ښځو او نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي بلکې د سترې برخې راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي. نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو په برخه کې ګټور ګامونه پورته کړي.»

د پوهنتون بل استاد،  محمد اسلم دانشمل و ویل: « دغه موضوع چې نړۍوالې ټولنې پر یوې معضلې بدله کړې ده او افغانان په ځانګړې توګه ښځې یې اندېښمنې کړې دي، پایته به ورسیږي او اسلامي امارت به د ملت ملاتړ ترلاسه کړي.»

د ۱۴۰۱ لمریز کال د لېندۍ پر ۲۹مه، د لوړو زده‌ کړو وزارت په یوې اعلامیه کې نجونې زده کړیالانې تر بلې خبریتا پوهنتونونو ته له تګه منع کړې چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه یې را وپارول.

رینا امیري هم ویلي، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره په هر ډول تعامل کې بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه