Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلتوال: منځنۍ اسیا سره به د پاکستان سوداګري بنده کړو

د چمن پرلتوال وايي، که غوښتنې یې ونه منل شي نو د چمن – سپین بولدک له لارې منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ مخه ونیسي. 

دوی وايي، نور د پاکستاني چارواکو په تېر ایستنې او "دوه مخي" سیاست نه تېر وځي.

د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزي و ویل: « که ژر د چمن - سپين بولدک لار خلاصه نشي، نو بيا موږ هم د پاکستان د خوراکي او غيري خوراکي توکو صادراتو ته د چمن له لاري اجازه نه ورکوو، چې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ولېږدول شي، موږ غواړو چې، ژر زموږ غوښتنو ته رسېدنه وشي.»

د چمن پرلت د مشرتابه غړي، عبدالخالق حقمل و ویل: « موږ پر قبایلي سيمو د پخوا په شان له تذکرې او شناختي کارت سره تګ راتګ غواړو او په دې برخه کې محدودېت نه منو.»

 د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې د چمن سلګونه اوسېدونکو له تېر یو نیم کال راهیسې پرلت پیل کړی دی. 

دوی وایي، نور به د هغو کسانو مخه هم ونيسي چې له دغه پرلته سياسي ګټه پورته کوي.

د چمن پرلت غړي، ولي محمد و ویل: « دلته به نور هغو کسانو ته اجازه نه ورکول کیږي چې، زموږ له پرلته د ځان لپاره سياسي ګټه پورته کوي، هغه کسان به نور زموږ په منځ کې ځای ونه لري.»

د پرلت بل غړي، محمد ولي و ویل: « موږ به خپل پرلت ته دوام ورکړو او هيڅ لوري ته تر هغو د لاسوهني اجازه نه ورکوو، ترڅو زموږ غوښتني نه وی منل شوي.»

 د پاکستان حکومت د چمن پرلتوالو د تازه خبرداري په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه