ایران کې پر کډوالو تازه بندیزونو دغه هېواد کې د افغان کډوالو اندېښنې را پورته کړې دي.
افغان کډوال وایي، دغو تازه بندیزونو دوی د کار او اوسېدو ځای د پیداکولو په برخه کې له ننګونو سره مخ کړي دي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې، ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ایران کې افغان کډوال، جواد و ویل: « موږ ایران کې د بانکي کارت نه لرلو په ګډون له جدي ستونزو سره مخ یو، ان تر دې چې، نانوایي کې ډوډۍ نشو اخیستلی.»
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د "تګ راتګ د نوي قانون" لمخې د دغه هېواد په ځینو ځایونو کې د کډوالو پر کار او اوسېدو بندیزونه لګول شوي دي.
په ایران کې د کډوالو چارو د مرکز رییس نادر یار احمدي ویلي، په ختیځ او لویدیځ اذربایجان، زنجان، سیستان او بلوچستان او مازندران ولایتونو کې د کډوالو پر کار او اوسېدو تازه بندیزونه لګول شوي دي.
راپور کې راغلي: « د دغه قانون لمخې د ختیځ اذربایجان، لویدیځ اذربایجان، اردبیل، زنجان، کردستان، کرمانشاه، ایلام، لرستان، چهارمحال او بختیاري، کهگیلویه او بویراحمد، شمالي خراسان، ګیلان، مازندران، سیستان او بلوچستان، خوزستان، او همدان ولایتونه په بشپړ ډول د بهرنیو وګړو د تګ راتګ او استوګنې لپاره منع دي او د نورو ولایتونو ځینې برخې هم د اړتیا سره سم د ممنوعه سیمو په توګه ټاکل شوي دي.»
د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي و ویل: « ځینو ښارونو کې هغه کډوال چې، د اوسېدو اسناد نه لري خبر دې وي چې، دغو ولایتونو ته تر سفر وړاندې له اړوندو ادارو استعلام ترلاسه کړي څو دوی ته د تللو لیک ورکړل شي او له ستونزې سره مخ نشي.»
ایران کې ډېری کډوال افغانان دي.
د اسلامي امارت ویاند له کوربه هېوادونو غواړي چې، پر افغان کډوالو نور بندیزونه ونه لګوي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: « په ټوله کې موږ غواړو چې، له افغان کډوالو سره ښه چلن وشي څو دوی له ستونزو او بندیزونو سره مخ نشي. د هڅونې او د اسانتیاو رامنځته کولو سره موږ هم هڅه کوو څو افغانستان ته را وګرځي؛ خو فشار اچول، بندیزونه او د دوی ګواښل سم کار نه دی.»
اوسنیو شرایطو ته په کتو، ښایي دا پرېکړه به ایران کې د زرګونه افغان کډوالو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې وکړي.
په دې اړه مو اندونه