ګڼ شمېر متقاعدین د دوی د تقاعد د حقوقو ورکړې په تړاو د اسلامي امارت د رهبر پر وروستي فرمان خوښي څرګندوي.
د اسلامي امارت رهبر دې فرمان کې سترې محکمې ته دنده ورکړې، چې د متقاعدینو حقوقو د ورکړې په موخه ځانګړې محکمه جوړه کړي.
خو ځینې متقاعدین بیا وایي، ټول کاري اسناد یې په دولتي ادارو کې شته او په دې برخه کې کومې ځانګړې محکمې ته اړتیا نشته.
متقاعد، حبیب الله و ویل: «موږ ډېر خوشاله یو او هیله من یو چې، دغه چاره وشي. هغه څه چې موږ ته ویل کیږي، د محکمې پورې اړه لري او موږ پوهیږو چې، موږ بایومټریک شوي یو.»
د حقوقي چارو شنونکي، عبدالشکور دادرس و ویل:« محکمه کولی شي وضعیت شفاف کړي، د کار شفافیت ډېر ښه دی; خو که دا بهیر اوږد شي او یا ورنکړل شي، په داسې حالت کې به ښه نه وي.»
نن (یکشنبه) هم د متقاعدینو یوه ډله د تقاعد د خزینې ریاست مخې ته راغلي او خپلې ستونزې داسې بیانوي.
متقاعد، حفیظ الله و ویل: « لرګي نه لرو، ژمی راغلی دی، ان د اغوستو لپاره جامې هم نه لرو. نو ځکه زموږ حقوق باید ژر تر ژره راکړل شي.ِ»
بل متقاعد، عبدالهادي و ویل: « زه د خپل ځان تودولو لپاره د تودو اوبو بوشکې تر کمپلې لاندې مې ږدم. وګورئ څومره دا شرایط خراب دي. خپله کور کې څه نه لرم. یوازینۍ هیله مې همدا د تقاعد حقوق دي.»
د اسلامي امارت رهبر د متقاعدینو د حقوقو ورکړې په تړاو دغه فرمان تېره ورځ (شنبه) صادر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه