پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د افغانستان لپاره د سعودي عربستان د سفارت له مرستیال سره کتلي دي.
دغه کتنه کې د کابل او ریاض د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، افغانانو ته د ویزو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو او پر ځینو نورو مسایلو خبرې شوې دي.
اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب و ویل: « ښاغلي مطلق الشمري سره مو سفارت کې دوه ورځې وړاندې ملاقات وشو او د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، په کابل کې د افغانستان اړوند چارو پر یوځل بیا پيلولو او افغانانو ته د ویزو په برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو په اړه مو خبرې وکړې.»
د سیاسي چارو شنونکي دا ډول کتنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځینو ستونزو د حل په برخه کې ګټورې بولي.
د سیاسي چارو شنونکی، محمد عمر نهضت په دې اړه وایي: « دغه راز خبرې اترې باید موخې او اجنډاوې ولري، چې ملي ګټو ته د لومړیتوبونو پر بنسټ ترتیب شوې وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکي، عنایت الله عادل و ویل: « دا کتنې ډېرې ګټورې او مهمې دي او باید هڅې وشي چې، له خلیج هېوادونو په ځانګړې توګه له سعودي عربستان سره نږدې اړیکې ولرو.»
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو دیني، کلتوري او تاریخي اړیکو په تړاو خبرې کړې وې او زیاته کړې یې وه چې، اسلامي امارت له سعودي عربستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.
په دې اړه مو اندونه