د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، په هېواد کې پر ۵۵۰ نویو مخابراتي سایټونو کار روان دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي طلوع نیوز ته ویلي، له یادو سایټونو تر دې دمه ۵۴ یې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړه: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد د محرومو سیمو د پوښښ لپاره د ټي ډي اېف لسمې پروژې له لارې پر ۵۵۰ نویو سایټونو کار روان کړی دی چې، له ډلې یې ۵۴ سایټونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې بشپړ شوي دي. په دغو ولایتونو کې کابل، بدخشان، نورستان، ارزګان، زابل، ننګرهار، کندهار، میدان وردک، پکتیا، پکتیکا، بادغیس، هلمند، غزني، کونړ او د غزني-زابل او ننګرهار-کونړ شامل دي.»
هېوادوال هم په مخابراتي چارو کې د ستونزو د حل په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مخابراتي سایټونو فعالېدل مهم ګڼي.
د کابل اوسېدونکي احمد علي و ویل: « د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایټونو جوړول به د خلکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته او ستونزې به یې حل کړي.»
د کابل بل اوسېدونکي احسان الله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « د کندهار په نږدې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې ښې دي، خو د خاکریز او ریګستان په څېر په لرو پرتو سیمو کې دا خدمات کمزوري دي او په ځینو سیمو کې خو اصلا کار نه کوي.»
تر دې مخکې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د سمون ادارې یا اترا په ټول هېواد کې د شاوخوا ۸ زره مخابراتي سایټونو له فعالوالي خبر ورکړی وو او زیاته کړې یې وه چې، د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایټونو پر جوړولو کار روان دی.
په دې اړه مو اندونه