نن د مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل له پنځه څلوېښتمې کلیزې سره برابره ده.
د پخواني شوروي سرو لښکرو له ننه پوره ۴۵ کاله مخکې په ۱۳۵۸ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او ورسره څه باندې ۹ کاله په دغه هېواد کې پاتې شول.
په دې ورځ له ۷۱ کلن پاینده محمد سره خبرې کوو، هغه کس چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل یې ګام په ګام په یاد دی.
نوموړی وایي چې له ننه ۴۵ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ببرک کارمل په مرسته پر افغانستان برید وکړ.
د کابل اوسېدونکی، پاینده محمد وايي: ولس به یې له سختو ستونزو سره مخ کاوه، نظامي قطعې به یې له منځه وړلې. زموږ وروڼه او خویندې به یې په جوماتونو، لارو کوڅو او سیمو او ولسوالیو کې شهیدانول.
کارپوهان وایي چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې د خلق دموکراتیک ګوند له حکومت څخه د ملاتړ لپاره افغانستان ته راغلل.
د نظامي او سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې اند دي چې افغانستان لا هم د یادې ورځې له پایلو سره لاس او ګریوان ي.
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: دا ټول مسایل د دې لامل شول، چې امریکا، انګلستان او یو شمېر نور هېوادونه افغانستان ته رانږدې شي او نظامي او سیاسي اقدامات وکړي. تر اوسه ترې خلاص نه یو.
د نظامي چارو شنونکی، صادق شینواری بیا وايي: د پخواني شوروي اتحاد برید پر افغانستان، د افغانستان ټولې سرچینې، منابعې، زیربناوې او لاس ته راوړنې لمنځه یوړلې او وپاشلې. ټولنیز او فرهنګي جوړښتونه هم لمنځه ولاړل. د نورو لاسوهنو او تېریو ته هم لار برابره شوه.
د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، دغه ورځ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یرغل پر وړاندې د جهاد او خونړیو جګړو پیل بللی دی.
د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله وايي: (پر افغانستان د پخواني شوروي د ځواکونو یرغل او د دغه هېواد پر دین او مقدساتو برید زموږ د اتلو خلکو د ملي پاڅون او جهاد لامل شو. افغانانو په تش لاس خو په خدای باور او توکل او د سلګونو زره شهیدانو، میلیونونه معلولینو او کډوالۍ په زغملو سره په معاصر تاریخ کې د اشغال پر وړاندې د ازادۍ او مبارزې لپاره یو تر ټولو نه ستړی کیدونکی پاڅون او مقاومت وکړ.)
په ورته مهال د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني وايي، داسې ښکاري چې لا هم ځینو خلکو د افغانستان له تاریخ څخه روښانه پیغام نه دي اخیستی.
ښاغلی حقاني زیاتوي: (نن پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل کالیزه ده، هغه یرغل چې زموږ د هېواد پر بدن د بې شمېره زخمونو پیل ګڼل کېږي. افغانانو د ازادۍ په ترلاسه کولو سره دې دردونکې کیسې ته د پای ټکی کښود، خو درنه بییه مو ورکړه. د هغو سترو سرښندنو سرښندونکي به تل د بشري تاریخ په یاد پاتې شي.
افغانانو تر دې وړاندې هم مغرورو امپراتوریو ته ماتې ورکړې وه، خو د تعجب خبره دا ده چې هیڅ یو یرغلګر د خپلو پخوانیو له برخلیک څخه څه زده نه کړل. له همدې امله راتلونکی يرغلګر هم ناکام شو او داسې ښکاري چې ځينو خلکو لا هم زموږ له تاريخ څخه روښانه پيغام نه دى ترلاسه کړى.)
په افغانستان کې د شوروي څه باندې ۹ کلن حضور د پخواني شوروي اتحاد د پاشل کېدو لامل شو، په دې جګړه کې نږدې دوه میلیونه افغانان ووژل شول او زرګونه نور معلول شول.
په دې جګړه کې د پخواني شوروي ځواکونو ۱۴ زره سرتیري هم ووژل شول او دا جګړه له سیاسي او اقتصادي اړخه د شوروي په زیان پای ته ورسېده.
په دې اړه مو اندونه