اسلامي امارت تېره ورځ (پنجشنبه) کابل کې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل ۴۵مې کلیزې په مناسبت غونډه جوړه کړه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دې غونډه کې ویلي، د سرو لښکرو د یرغل پر مهال د دین، ازادۍ، ټولنیز امنیت او ابادۍ په ګډون ټول ارزښتونه له ګواښ سره مخ شوي وو.
حمدالله فطرت زیاته کړې: « اسلامي امارت د مرغومي په شپږمه د شوروي اتحاد یرغل غندي، د دوی پر وړاندې د افغانانو پر جهاد او سرښندنه ویاړي او د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د جهاد د لارې ټولو شهیدانو ته د جنت لوړ مقامونه او ټپیانو ته اجرونه غواړي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه پروګرام کې وایي، د دې لپاره چې افغانستان د نورو هېوادونو له لوري اشغال نه شي اړتیا ده چې، ځوانان په افغاني او اسلامي فکر سره و روزل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي و ویل: « اوس هم که غواړو افغانستان له دا ډول زیانونو وساتو، باید خپل ملت او خپل ځوانان په اسلامي او افغاني فکر و روزو. په کورونو کې د زده کړو زمینه برابره شي او د روزنې په برخه کې پاملرنه وشي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وایي، افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او د خپل هېواد په کورنیو چارو کې هم نورو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
ښاغلی خیرخواه ټینګار کوي چې افغانانو په هېواد کې درېیو امپراتوریو ته ماتې ورکړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه و ویل: « تاریخ معلوم دی، افغانان په چا کار نه لري، عزتمند خلک دي، درانده خلک دي، ان تر دې چې شک به پرې وشي چې څه یې له لاسه نه کیږي؛ خو که چا ورسره کار ولره، نو بیا دې تاریخ وګوري چې چا په نړۍ کې درېیو امپراتورویو ته ماتې ورکړې ده.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور و ویل: « دا د کمونستانو افکار وو او د روسانو اراده وه چې، غوښتل یې زموږ د نسل فکر او عقیدې خرابې کړي.»
پر افغانستان د سرو لښکرو دغه اشغال په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د شوروي اتحاد، امریکا، افغانستان او پاکستان ترمنځ د جینوا د هوکړې پر بنسټ پایته ورسید او د شوروي ځواکونه د ۱۳۶۸ کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه ووتل.
په دې اړه مو اندونه