د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي، د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ به د دوحې په هوکړه کې د افغانستان د سیاسي نظام څرنګوالی نه وي روښانه شوی خو په خبره یې، دغه هوکړه کې په څرګند ډول راغلي چې د افغانستان د نوي حکومت څرنګوالی باید د اسلامي امارت او ځینو نورو سیاسي ډلو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې روښانه شي.
خلیلزاد پر اېکس لیکلي، د افغانانو، اسلامي امارت او ځینو نورو لپاره اوس ننګونه دا ده چې، "اوسنیو واقعیتونو ته په کتو څرنګه د دوحې هوکړې ژمنې عملي کړي."
زلمي خلیلزاد ویلي: « د دوحې هوکړه لیک د افغانستان د سیاسي نظام څرنګوالی نه دی مشخص کړی، خو په څرګنده توګه پکې ویل شوي چې، نوی حکومت باید د طالبانو او نورو افغان اړخونو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو له لارې وټاکل شي.»
هغه د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې دغه خبرې کړې دي.
مولوي عبدالکبیر تر دې مخکې ویلي و چې، د دوحې هوکړه لیک په دې مانا نه و چې امریکا د حکومتولۍ په تړاو اسلامي امارت ته فرمایش ورکړي، بلکې دغه هوکړه له هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو وه.
د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج و ویل: « دوحې هوکړه کې د دولتي نظام پر جوړښت خبرې شوي چې د افعانانو ترمنځ په هوکړې دې جوړ شي؛ خو له بده مرغه د دوحې هوکړه لیک د وخت د اړتیا، د اوکراین د جګړې او ځینو نورو مسایلو له امله د اوسنیو بدمرغیو لامل شوه.»
د دوحې هوکړه لیک د ۲۰۲۰زېږیز کال په فبروري کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو. د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلېدل، دایمي اوربند او د واشنګټن او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د افغان خاورې نه کارول کېدل د دغه هوکړه لیک اصلي برخې دي چې، ښکېل اړخونه کله ناکله یو بل له دغې هوکړې پر سرغړونې تورنوي.
په دې اړه مو اندونه