د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون لاسلیک کړی چې، د دغه هېواد د ترهګرو په نوملړ کې د شاملو سازمانونو د فعالیتونو بندېدو ته په لنډمهالي توګه زمینه برابروي.
دغه قانون په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې د "طالبانو" نوم هم د روسیې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې دی.
د ټاس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه قانون په داسې شرایطو پورې تړلی چې، دغو سازمانونو له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې او د هغوی په ګټه له تبلیغاتو لاس اخیستی وي.
د ټاس خبري اژانس په راپور کې راغلي:«ځنډېدل هغه وخت شوني دي چې، تایید شوي شواهد موجود وي چې، سازمان د ترهګرو سازمانونو په نوملړکې له شاملېدو وروسته د ترهګرۍ د تبلیغ، توجیه او ملاتړ یا د جزا قانون په تړاو اړوند جرمونو له ترسره کولو لاس اخیستی وي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي چې، د دغه قانون په لاسلیک کېدو سره د روسیې د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم د لېرې کېدو او له روسیې سره د سرپرست حکومت د تعاملاتو د زیاتېدو زمینه برابرېږي.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمن اوریا وايي:«روسیه ګام په ګام داسې شرایط برابروي چې، د روسیې د قانون له مخې، د اسلامي امارت نوم په بشپړه توګه له تور نوملړه لېرې کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم وايي:«کله چې، یوه ډله یا کسان په تور نوملړ کې وي، له هغوی سره تعامل ستونزمنېږي؛ له همدې امله دی، روسیې دا کار کړی چې، د افغانستان له اسلامي امارت سره ډېر تعامل ولري.»
تر دې مخکې، د روسیې پارلمان یو قانون تصویب کړی و چې، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کېدو زمینه برابروي.
په دې اړه مو اندونه