د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پخوانۍ شارژدافیرې رافایلا ایوډېس پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د افغان ښځو حقونو او کرامت ته په ژمنتیا کې یوه الهام بښونکې بېلګه بللې ده.
که څه هم اروپايي ټولنې د مېرمن ایوډېس د مړینې د لامل په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو ځینې رسنیو راپور ورکړی چې، نوموړې د مغزي سکتې له امله مړه شوې ده.
جوزپ بورل د هغې په اړه ویلي:«د هغې نه ستړې کېدونکو هڅو په افغانستان کې بې شمېره ژوندونه بدل کړل او هغو کسانو ته یې د اورېدل کېدو فرصت ورکړ چې، غږ یې نه اورېدل کېده.»
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د رافایلا ایوډېس د مړینې له امله د هغې کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ویلی دی.
د ښاغلي کرزي پر اېکس پاڼه راغلي:«مېرمن رافایلا ایوډېس د خپل ماموریت په دوره کې د افغانستان له خلکو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې وې. د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د اروا ښادې کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم.»
د سیاسي چارو شنونکی ظهورالله ظهیر د مېرمن ایوډېس د فعالیت په هکله وویل:«یقیناً دغې مېرمنې ډېر فعالیت کړی، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې، ډېرې خبرې اترې کړې دي. د دې سربېره، د ځينو بندیزونو د لېرې کولو په هکله هم خبرې کړې دي او بالاخره په نورو موردونو کې د بېلګې په توګه د رسنیو او نورو فعالیتونه چې، د هېواد په ګټه دي، هم فعاله وه.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پيګیر هم څرګندوي:«اروپايي ټولنې تل افغانستان ته وړ کسان استولي دي. هغې د اسلامي امارت او اروپا ترمنځ نزاکتونه مراعات کړي و، د ښځو د حقونو په برخو کې یې ډېرې هڅې کړي، له افغانستان سره د اروپا د مرستو په هکله یې ډېرې هڅې کړې دي، نو د تېرو دوو کلونو په لړ کې رافایلا ایوډېس فعالیتونه د قدر وړ دي او د افغانستان خلک ترې منندوی دي.»
ورته مهال، په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د رافایلا اېوډیس پر مړینه د خواشینۍ په څرګندولو سره ویلي چې نوموړې « د افغانستان ریښتینې دوسته او د افغان ښځو او نجونو ملاتړې وه.
رافایلا ایوډېس د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل او د افغان ښځو او نجونو تر څنګ یې د اسلامي امارت له چارواکو سره هم په پرلهپسې کتنې کولې او په هېواد کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کوله.
هغې د روان زیږدیز کال د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه د طلوعنیوز له دفتره هم لیدنه وکړه او په هېواد کې یې د رسنیو رول خورا مهم بللی و.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانۍ شارژدافیرې له طلوعنیوز څخه د کتنې پر مهال ویلي و:«موږ هېر کړي نهیاست او ستاسو د کارونو قدرداني کوو. طلوعنیوز د افغانستان او خلکو اوسنی غږ دی. تاسو د یو ښه افغانستان راتلونکې یاست، له دې امله چې، دلته پاتې شوي یاست او مبارزه کوئ، مننه.»
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانۍ شارژدافېره پرون د هغې ناروغۍ له امله چې، لرله یې، مړه شوه. مېرمن ایوډېس د ۲۰۲۲ زېږدیزکال د سپټمبر میاشت کې په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ مسوولیت پر غاړه واخیست او بالاخره
د دغې ډپيلوماتې، ماموریت د روان کال د اګېسټ میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسېد.
له رافایلا ایوډېس څخه وروسته، بوسکوویچ پوهر ویرونیکا، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د نوې شارژدافیرې په توګه خپل فعالیتونه پيل کړي دي.
په دې اړه مو اندونه