Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدین: د اسلامي امارت د مشر فرمان باید ژر تر ژره عملي شي

ځينې متقاعدین یوځل بیا په ځانګړې توګه په ژمي کې د ژوند له سختیو شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې، ژر تر ژره د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې بهیر پیل کړي.

غلام زبیر چې یو وخت په کابل کې د استقلال لیسې ښوونکی و، د طلوع‌نیوز خبریال ته یې ویلي چې، د کورنۍ ټول غړي یې د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې وژل شوي.

غلام زبیر وویل:«په قران او خدای قسم چې، ورځې مې په لوږه تېرې کړې دي او نورو ته مې ویلي چې، ډوډۍ را ته واخله او راته یې اخیستې ده.»

متقاعدین، د ځانګړې محکمې د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د حکم له صادرېدو څو اوونۍ وروسته، د خپل برخلیک د روښانه کېدو غوښتونکي دي.
 
یو له متقاعدینو وحدت وايي:«کله چې، فرمان صادر شو، د متقاعدینو ریاست دنده لري چې، د مالیې له وزیر صاحب سره خبرې وکړي، هغوی دې وغواړي او هیله دې وکړي چې، دغه کمېسیون چېرته جوړېږي.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو غوښتنو په ځواب کې وایي چې، د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره د اړوندو بنسټونو هڅې روانې دي او په وینا یې وخت ته اړتیا ده چې، په دې برخه کې د محکمو او مالیې وزارت کار پای ته ورسېږي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«تخنیکي موضوع‌ګانې چې، محکمې او همدارنګه مالیې وزارت او نورو ارګانونو پورې اړه لري، تر کار لاندې دي چې، ان‌شاالله په دې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي او د متقاعدینو حقوق به ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت مشر د مرغومې په لومړۍ نېټه په یو فرمان کې سترې محکمې ته لارښونه وکړه چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره د شریعت او قانون پر اساس ځانګړې محکمه جوړه شي. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو غوښتنو په ځواب کې وایي چې، د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره د اړوندو بنسټونو هڅې روانې دي او په وینا یې وخت ته اړتیا ده چې، په دې برخه کې د محکمو او مالیې وزارت کار پای ته ورسېږي.

تصویر بندانگشتی

ځينې متقاعدین یوځل بیا په ځانګړې توګه په ژمي کې د ژوند له سختیو شکایت کوي او له اسلامي امارته غواړي چې، ژر تر ژره د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې بهیر پیل کړي.

غلام زبیر چې یو وخت په کابل کې د استقلال لیسې ښوونکی و، د طلوع‌نیوز خبریال ته یې ویلي چې، د کورنۍ ټول غړي یې د کابل د هوايي ډګر په چاودنه کې وژل شوي.

غلام زبیر وویل:«په قران او خدای قسم چې، ورځې مې په لوږه تېرې کړې دي او نورو ته مې ویلي چې، ډوډۍ را ته واخله او راته یې اخیستې ده.»

متقاعدین، د ځانګړې محکمې د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت د مشر د حکم له صادرېدو څو اوونۍ وروسته، د خپل برخلیک د روښانه کېدو غوښتونکي دي.
 
یو له متقاعدینو وحدت وايي:«کله چې، فرمان صادر شو، د متقاعدینو ریاست دنده لري چې، د مالیې له وزیر صاحب سره خبرې وکړي، هغوی دې وغواړي او هیله دې وکړي چې، دغه کمېسیون چېرته جوړېږي.»

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو غوښتنو په ځواب کې وایي چې، د متقاعدینو د حقونو د ورکړې لپاره د اړوندو بنسټونو هڅې روانې دي او په وینا یې وخت ته اړتیا ده چې، په دې برخه کې د محکمو او مالیې وزارت کار پای ته ورسېږي.

د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«تخنیکي موضوع‌ګانې چې، محکمې او همدارنګه مالیې وزارت او نورو ارګانونو پورې اړه لري، تر کار لاندې دي چې، ان‌شاالله په دې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته شي او د متقاعدینو حقوق به ورکړل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت مشر د مرغومې په لومړۍ نېټه په یو فرمان کې سترې محکمې ته لارښونه وکړه چې، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره د شریعت او قانون پر اساس ځانګړې محکمه جوړه شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه