د پنجشېر سیمه ییز مسوولین وایي، تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت د مشر په حکم د دغه ولایت څه باندې یوولس سوه ځوانان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په لیکو کې جذب شوي دي.
دوی وایي، د اسلامي امارت مشر د امر پربنسټ د امنیتي ځواکونو په لیکو کې يوازې د پنجشېر ولایت ځوانانو ته ونډه ورکړل شوې ده.
د پنجشېر والي محمد اغا حکیم ویلي: « د پنجشېر قومندانۍ په کچه تېره اونۍ کې ۵۰۰ ځوانان ګومارل شوي دي او نږدې راتلونکي کې به نور ځوانان هم وګومارل ش. د ټولو مسوولینو پاملرنه همدا ده چې، ځوانان باید له بیکارۍ وژغورو.»
ځینې دغه ځوانان د پوځي زده کړو په موخه کابل ته لېږدول کېږي.
د پنجشېر د شتل اوسېدونکي محمد شاه و ویل: « په نظام کې و ګومارل شوو. هیله مو دا ده چې ځوانان له بیکارۍ خلاص شي.»
د رخه ولسوالۍ اوسېدونکي فیروزالدین و ویل: « غوښتنه مو دا ده چې، نظام ته راشو او اسلامي امارت خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»
د سیمهییزو مسوولینو په خبره، د دغه ولایت د ۱۱۰۰ ځوانانو له ډلې پنځه سوه هغه یې د کورنیو چارو وزارت او پاتې نور یې په دفاع وزارت کې جذب شوي چې د پوځي زده کړو پایته رسولو وروسته به دغو وزارتونو کې پر دندو وګومارل شي.
په دې اړه مو اندونه