Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نیویارک ټایمز: پکتیکا کې بریدونو د پاکستان او افغانستان کړکېچ زیات کړی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه وروستي راپور کې ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې د تېر ډسمبر په ۲۴مه د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ ځینې برخې بمبار کړې.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې دغه بمبارۍ کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) څو غړي په نښه کړي، خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړه او زیاته یې کړه چې په دې بریدونو کې کډوال، په ځانګړي ډول ماشومان او ښځې، قرباني شوي دي.

د راپور لمخې، "دغه هوايي بریدونه د اګست ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د پاکستان پوځ درېیم لوی عملیات وو چې په افغان خاوره ترسره شول او یوازې د تېر یوه کال په موده کې دویم برید دی."

اسلامي امارت په ځواب کې د خوست او پکتیا ولایتونو له لارې بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې په دغو بریدونو کې یې ۱۹ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي دي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې وړاندیز کړی چې کابل او اسلام‌آباد دواړه زیات دلایل لري چې دا کړکېچ په پراخه شخړه بدل نه شي، سره له دې چې د پاکستان حکومت باید د بریدونو په اړه ځواب و وايي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان پر ځواکونو بریدونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو کمپاین ته هم لاره هواره کړې او د افغان سوداګرۍ پر وړاندې یې محدودیتونه زیات کړي دي.

په یوه تازه اقدام کې، پاکستان د هغو افغانانو نیول پیل کړي چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لري، څو هغوی بیرته افغانستان ته ولېږي.

نیویارک ټایمز د هوايي بریدونو په ورځ کابل ته د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق خان د سفر په اړه ویلي، کابل او اسلام‌آباد هڅه کړې چې دا کړکېچ کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل تل دا رد کړې چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو د ګواښلو په موخه کارول شوې وي او د پاکستان دې ادعا ته یې ځواب ورکړی چې اسلامي امارت د دوی د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه