Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ساعته نښته

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان له برید وروسته، تېره شپه پاکستانی ځواکونو ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست د علي ‌شېر ولسوالۍ پر دبګي سیمه توغندیزبریدونه وکړل. 

دغه نښته د سهار ۱:۳۰ بجې پیل شوه چې د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود. اسلامي امارت وايي چې افغان پوله ساتو ځواکونه هم دغو بریدونو ته ځواب ورکړی خو، مرګ ژوبله یې نه ده لرلې.

د خوست اوسېدونکی، حکیم الله وايي: تېره شپه یوه نیمه بجه له پاکستان څخه توپونه او توغندي را وتوغول شول چې افغان ځواکونو یې په مېړانه دفاع وکړه. نښتې تر سهار پنځه بجو پورې دوام وکړ. 
  
د خوست اوسېدونکی، دولت خان بیا وايي: دا دویم ځل دی چې د پاکستان له لوري توپونه راځي او ملکي خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي. 

 د خوست یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه ولایت پر علي شېر ولسوالۍ د پاکستان پر برید نیوکه کوي.

 سیف الرحمن هم چې د خوست اوسېدونکی دی وايي: دلته د جګړې له امله خلک له ستونزو سره مخ دي. کډوال کیږي، غریب بیچاره خلک دي دومره وس نه لري چې د موټر کرایه هم ورکړي.  

د افغانستان او پاکستان تر منځ لفظي او پوځې ترېنګلتیاوې څه نوې خبره نه ده، بلکې پخوا هم دغه ترینګلتاوې وې.

ټي ټي پي یا د پاکستان د طالبانو تحریک هغه مسأله ده چې د دواړو لورو ترمنځ یې پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

خو د سیاسي او نظامي چارو شنونکي پر دې باوري دي چې پاکستان باید له افغانستان سره خپلې ستونزې  ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي، نه د جګړې له لارې. 

د نظامي چارو شنونکی، هادی قریشي وايي: پاکستان زموږ د نږدې ګاونډي په توګه، هغوی ته دا لازمه ده چې په داسې شرایطو کې چې افغان ملت او دولت دی، دا ټولې ستونزې که سیاسي، اقتصادي او نورې دي، له ډيپلوماټیکو لارو حل کړي. 
   
پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج هم وايي: دا تاوتریخوالی او دا بریدونه ښې پایلې نه لري. نه څه لاس ته راځي، پرته له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شي.  

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د روان کال د مرغومي پر پنځمه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې د دې سیمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول.

دغه نښته د سهار ۱:۳۰ بجې پیل شوه چې د سهار تر پنځو بجو یې دوام درلود خو تلفات یې نه درلودل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه