د ناورین نړیواله ډله په یوه راپور کې وایي چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، دغه هېواد له بندیزونو او اقتصادي او ډيپلوماټيکو محدودیتونو سره مخ شو چې په افغانستان کې یې د بې وزلۍ ستونزې زیاتې کړي.
په دغه راپور کې راغلي چې ډېری هېوادونو د ښځو د حقونو او نورو نړیوالو معیارونو د ښه کېدو لپاره د اسلامي امارت له مشرانو سره له خبرو ډډه کړې او غوره یې بللې چې انتظار وکړي څو د اسلامي امارت مشران دا ګامونه په خپلواکه توګه واخلي.
د ناورین نړۍوالې ډلې ویلي: «ډېری هېوادونو له طالبانو سره له داسې خبرو ډډه کړې چې د ښځو حقونه او نور نړیوال معیارونه پیاوړي کولای شي او پر ځای یې پرېکړه وکړه چې انتظار وکړي او وګوري چې ایا د افغانستان نوي مشران په یوازې توګه دا کار کوي که نه.»
د سیاسي چارو شنونکی، محمد یاسین حبیب هم وايي: دا ناغیړي زموږ د سیمې او له سیمې ها غاړه هېوادونو کړې ده. دوی باید له اسلامي امارت سره ځينې هوکړې کړې وای. خو برعکس یې داسې کار وکړ چې د ناورین ډلې په وینا، افغانستان یې یوازې پرېښود. په حقیقت کې یې د افغانستان خلک یوازې پرېښودل.
اسلامي امارت د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان کورني مسایل د ارزښتونو، کلتورونو او لومړیتوبونو پر بنسټ دي او نور هېوادونه باید په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او دا مسایل د رسمیت پېژندنې د وسیلې په توګه ونه کاروي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد په دې اړه وايي: دا مسایل د ولس او د ولس د برخلیک پورې اړه لري. د ولس راتلونکی او پرېکړې ورپورې تړلې دي. بهرني هېوادونه باید په کورنیو مسایلو کې دومره لاسوهنه و نه کړي چې د شرط په توګه یې وکاروي.
بلخوا، د اقتصاد وزارت ویلي، د تېرو درېیو کلونو په لړ کې پر افغانستان د نړۍ له لوري لګول شوي بندیزونه ناعادلانه بولي او ټينګار کوي چې باید دغه بندیزونه ژر تر ژره لېرې شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري بیا وايي: د لاسوهنې پر ځای دې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي، د بیلګې په توګه اقتصادي مسایل دې په لومړیتوب کې راولي او موږ یې له ملاتړ هرکلی کوو.
تر دې وړاندې هم د ناورین نړۍوالې ډلې په یوه راپور کې ویلي و چې د سیمې ځینې هېوادونه د بشري حقونو د خوندیتوب له په پام کې نیولو پرته، د خپلو موخو لپاره له سرپرست حکومت سره د تعامل په حال کې دي.
په دې اړه مو اندونه