که څه هم د باران او واورې د ورښت موسم د ځينو هېوادوالو د خوښۍ لامل کیږي خو هغه کسان چې اقتصادي ستونزې لري، هغوی ورته دومره نه خوشالیږي.
عجب ګل د کابل له هغو لسګونو اوسېدونکو دی چې لوږې او بېوزلۍ په دې ساړه ژمي کې اړ کړی چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه پر واټونو بوټان رنګ کړي.
هغه د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه داسې وايي.
د کابل اوسېدونکی، عجب ګل وايي: درې میاشتې وشوې چې په یوه کور کې دېره یم. اته کسان یو او په یوه خونه کې یو چې درې نیم زره یې کرایه ورکوو. کرایه هم راباندې پاتې ده او د ځان تودولو لپاره لرګي هم نه لرو.
د کابل اوسېدونکی، میا جان وايي: نه مې لرګي اخیستي نه مې بل څه اخیستي. هیڅ مې هم نه دي اخیستي. پیسې نه لرم نه څو واخلم.
د کابل ښار یو شمېر نور اوسېدونکي هم چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له سوداګرو او مرستندویه بنسټونو د لاسنیوي غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی، محمد ګل وايي: د ژوند اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. کار کوو او ۱۰۰ یا ۱۲۰ افغانیو نه مو عاید پورته نه ځي. همدا اوس مې بوټان او پاینڅې لمدې دي. چې مجبوري نه وي، له کوره نه وځو.
د کابل اوسېدونکی، نبي الله داسې وايي: خدای دې وکړي چې دا سوداګر څه مرسته وکړي چې لرګي او خوراکي توکي پرې مسکینان او بې وزلي واخلي.
اخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام وايي د بودیجې د کمښت له امله په روان ژمي کې په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه اړمن کسان د دوی له مرستو محروم شوي دي.
خو اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت هڅه کوي د لویو پروژو پر عملي کولو سره په بېلابېلو برخه کې د افغانستان پر ځان بسیا کېدو زمینه برابره کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: اسلامي امارت ځان بسیاینې او اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو په موخه هڅه کوي. همدا راز مو له سوداګرو او پانګوالو غوښتنه دا ده چې د خلکو لاسنیوی وکړي.
بې وزلي د افغانستان له اوږدمهالو ستونزو ده، چې تېره څلوېښت کلنه جګړه او اقلیمي بدلون یې د لاملونو له ډلې دي او د شنونکو په وینا دغه ستونزه هغه مهال لمنځه تللی شي چې په ټولنه کې زده کړو ترلاسه کولو کچه لوړه شي او حکومت د دغه کړکېچ د لمنځه وړلو لپاره مشخصه کړنلاره په پام کې ونیسي.
په دې اړه مو اندونه