Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام اباد پر فرضي کرښه د تاوتریخوالي سربېره له کابل سره ښې اړیکې غواړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ وایي، دغه هېواد پر ډیپلوماسۍ باور لري او له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي. 

هغې ټینګار کړی چې، اسلام اباد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د امنیتي مسایلو په ګډون په ټولو برخو کې تعامل ته لېواله دی. 

بلوچ ویلي: « موږ له افغانستان سره پیاوړې اړیکې لرو او غواړو له افغانستان سره د امنیت او پولو مدیریت په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو اړخونو کې تعامل ته دوام ورکړو.»

هغې دغه راز د کابل او نوې ډیلي اړیکو ته په اشارې زیاته کړې چې، پاکستان له هر هېواد سره د افغانستان د اړیکو پراختیا ته درناوی کوي خو په خبره یې، د اړیکو دغه پراختیا باید د سیمې سولې او ثبات ته زیان ونه رسوي. 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې و ویل: « موږ د افغانستان دولت او خلکو او له هر هېواد سره د دوی د اړیکو د پراختیا حق ته درناوی کوو، خو هیله لرو چې، دغه دوه اړخیزې اړیکې سیمه کې د سولې او ثبات موخې کمزورې نه کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې، د کابل او اسلام اباد اړیکې د ډېورنډ پر فرضي کرښه د وروستیو نښتو له امله ترینګلې شوې دي. 

اسلامي امارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي خو تل یې د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه