Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ شخړې؛ د شهباز له څرګندونو او د ستانکزي تر ګواښه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي نن شنبې، کابل کې په یوې غونډه کې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو خبرداری ورکړ چې، پاکستان دې د سرپرست حکومت له زغمه ناوړه ګټه نه اخلي.

 ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې، پاکستان باید د خپلې ملامتۍ پړه پر افغانستان وا نه‌‌چوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وویل:«په ګاونډ کې ملکونه دي چې، په خپلو وسلو مغروره دي وايي چې، امارت خو زموږ په مخکې هېڅ هم نه‌دی، مو خو داسې وسلې لرو. خو بیا هغوی ته موږ دا خبره کوو چې، که دا په میزایل باندې احمد او محمود نوم اېښی دی؛ نو موږ سره هغه احمد او محمود موجود دي. تا په میزایل باندې غزنوي نوم ایښی، بابر دې ایښی، ابدالي دې ایښی دی، زما هېواد له ابدالیانو ډک دی، زما ملک له محمودانو ډک دی، زما ملک له بابریانو ډک دی. هر یو یې بم اټم دی.»

بل پلو، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د امنیتي چارواکو په یوه غونډه کې ویلي چې، پر خپل هېواد یې وروستیو بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړی دی.

د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړې:«څو ورځې وړاندې پر پاکستان برید وشو چې، غاښ ماتوونکی ځواب مو ورکړ. دلته په پاکستان په تېره بیا خیبر پښتونخوا کې ځینې کسان شته او دغه‌راز په بلوجستان کې، د پاکستان پر خلاف دسیسې جوړېږي، موږ پوهېږو چې، کوم هېوادونه یې ملاتړ کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حل لارې په اړه وايي:«که‌چېرې د واقعیت پر بنسټ کومه ستونزه وي، یا دا ستونزه بهرني اړخونه ولري، کولای شي چې، دواړه چارواکي سره مذاکره وکړي او دغه مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي، له هغې پرته، تاوتریخوالی، جګړه او د یوه او بل پر خاوره تېری د دواړو هېوادونو په ګټه نه‌دی.»
 
دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې او وسله‌‌والې نښتې په داسې حال کې زیاتې شوي چې، څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ هوايي بريدونه وکړل چې، ورپسې د اسلامي امارت دفاع وزارت د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان د پوځ پر مرکزونو بریدونه ترسره کړل.
  
تېره شپه هم په خوست ولایت کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې، څه باندې درې ساعته روانه وه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل هېواد د امنیتي چارواکو په یوه غونډه کې ویلي چې، پر خپل هېواد یې وروستیو بریدونو ته پرېکنده ځواب ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه