Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د واورې له ورښت سره د بې‌ځایه شویو ژوند ستونزمن شوی

سړې هوا او د واورې ورښت، په کابل ښار کې د داخلي بې‌ځایه شویو ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي.

هغوی د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي چې، په دغه ژمي کې کافي اندازه خوراکي او د سوند توکو نه‌لري او مرستندویه بنسټونه باید له بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

له مزارشریفه بې‌ځایه شوې ښځه سنګین چې، په یوې سړې خونه کې له خپلو ماشومانو سره ژوند کوي وايي:«سوند توکي نه‌لرو، د خوړلو او اغوستلو لپاره څه نه‌لرو. په خدای چې، زموږ اوبه هم په پیسو دي، یوه بوشکه اوبه په پنځه افغانۍ ډکوي.»

خو یوازې سنګین نه‌دی چې، د ژمي ناخوالې او سختۍ زغمي، یو بل له بې‌ځایه شویو اسماعیل هم وايي:«له اسلامي امارته، ملي سوداګرو او موسساتو هیله لرو چې، له موږ سره مرسته وکړي. دا خلک بې‌وزله او بېچاره دي.»  

بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له بې‌‌ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره د هڅو خبره کوي.  

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوع‌نیوز ته زیاته کړه:«د ژمي له رارسېدو سره ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې لرو چې، په دغه ژمي کې هم له ۳۸ زره کورنیو سره مرسته وکړو. او دغه مرستې په ټول هېواد کې روانې دي.» 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې ۱۸ زره کورنۍ خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي او دغه‌راز خوراکي مرستې هم پرې وېشل شوې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه