Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې نږدې ۷۰۰ افغان متخصص ډاکټران په دندو بوخت دي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز ویلي، نږدې ۷۰۰ افغان متخصص ډاکټران د دغه هېواد په روغتونونو کې کار کوي.

د دغه مرکز رییس نادر یار احمدي ویلي، ځینې افغان کډوال چې ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، له خدماتي بنسټونو سره د همکارۍ له لارې یې د اړینو خدمتونو کارټونه ترلاسه کړي دي. 

هغه زیاته کړې: « نږدې ۷۰۰ افغان ډاکټران دا مهال ایران کې کار کوي، چې ارزښتناک خدمتونه وړاندې کوي.»

نادر یار احمدي دغه راز ایران کې ناقانونه کډوالو ته په اشارې و ویل: « تېرو درېیو کلونو کې درې میلیونه ناقانونه کډوال له ایرانه اېستل شوي دي.» 

نوموړي له افغانانو غوښتي چې، د پاسپورټ او ویزې په ترلاسه کولو سره ایران کې په قانوني توګه ژوند وکړي. 

د دغه ایراني چارواکي په خبره، دغه چاره به د شته ستونزو او سرحدونو کې ناقانونه مسلې حل کړي. 

ایران د افغان کډوالو له سترو کوربه هېوادونو دی، چې د شمېرو لمخې، میلیونونه افغانان دغه هېواد کې ژوند کوي چې ډېری یې د اقتصادي او امنیتي ستونزو له امله له افغانستانه تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه