دفاع وزارت په لومړي ځل د رهبري کېدونکي «میلان کنکورس» ډوله توغندي له فعالولو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت ویلي چې، دغه توغندي کولای شي زغرهوال ټانګونه، جنګي بیړۍ او په کمه ارتفاع کې چورلکې په نښه کړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي وايي چې، ۱۳ تنو منصوبانو د دغو توغندیو د کارونې روزنه هم لیدلې ده.
ښاغلی خوارزمي په دې هکله وايي:«تېره ورځ ۱۳ تننو ځوانو منصوبانو د دفاع وزارت د ستر درستیز له توپچي ریاسته، د رهبري کېدونکي توغندي د مسلکي او عملي روزنې یوه میاشتنۍ دوره زدهکړې ترلاسه کړي دي. د یادونې ده چې، دغه رهبري کېدونکي توغندي د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعالېږي چې، کولای شي زغرهوال ټانګونه او په ټیټه ارتفاع کې چورلکې په نښه کوي.»
تر د وړاندې په کابل کې په یو غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ویلي و چې، اړتیا ده د اسلامي امارت ځواکونو په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال شي.
په هېواد کې د نظامي چارو شنونکي هم د پوځیانو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو برابرول د پولو د امنیت د ټينګښت لپاره مهم بولي.
د نظامي چارو شنونکی حمیدالله هوتک په دې هکله وویل:«د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او خصوصي حریم څخه دفاع چې، زموږ هېواد تل د پردیو هېوادونو له خوا تر یرغل لاندې راځي، ډېرو پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو ته اړتیا لري.»
له دې مخکې، هم ملي دفاع وزارت ویلي و چې، د استخباراتو د ریاست او کورنیو چارو وزارت په همکارۍ یې د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره امنیتي پلانونه جوړ کړي او په هېواد کې یې د امنیت د ټينښت ډاډ ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه