Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ۹ ولایتونو کې اړمنو کورنیو لپاره څه باندې زر سرپناوې جوړې شوي

د هېواد شمال او شمال ختیځو نهو ولایتونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۴۰۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۲۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

دغه کورونه دوه خونې، یو دهلیز او یو تشناب لري چې پر جوړولو یې ۳۵۰ زره افغانۍ لګول شوې دي.

په شمال او شمال ختیځ زون کې د پلې کوونکې موسسې مسوول، مصطفی نورزي و ویل: «اکرو موسسې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په مرسته د هېواد په ۹ ولایتونو کې یو زر او ۱۲۰ سرپناوې جوړې کړې دي. د دغو پروژې ټولیزه بودیجه شاوخوا ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ده، او دغه سرپناوې دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب لري.»

د جوزجان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، امان الله طلحه هم وايي: «نن په جوزجان کې د اکرو موسسې له لوري چې د هغې تمویل د کډوالو عالي کمېشنري کوي، ۱۱۱ کورونه تطبیق کېږي، چې هم په قوش تېپې ولسوالۍ او هم په آقچه ولسوالۍ کې دي.»

بل پلو ځینې کورنۍ چې له سرپناه برخمن شوي له مسوولینو د دوی نورو ستونزو په ځانګړي ډول د سړک او ښوونځي جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د جوزجان اوسېدونکی، محمد یاسین وايي: «مخکې ما په یوه خټین کور کې ژوند کاوه، او هغه خټین کور رانسکور شوی و. کوم کور چې دوی راته جوړ کړ، زما ۹۰ سلنې ستونزې یې حل کړې دي. هغه څوک چې دا مرسته یې کړې، زه ترې مننه  کوم او غوښتنه لرم چې نورو مستحقو خلکو سره هم مرسته وکړي.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی، خیرالله هم په دې اړه وايي: «په ژمي کې به باران کېده او کور به راڅڅېده، او په ګرمۍ کې د ماشومانو ډېرې ستونزې وې. اوس چې موږ ته کور جوړ شوی، زموږ ستونزې په سلو کې سل سلنې حل شوې دي.»

د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ ددغو کورونو جوړولو پرمهال درې زره او ۵۰۰ فني او غیر فني کارګرانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه