Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې او محدودیتونه

په ایران کې افغان کډوال ددغه هیواد د پولیسو له بد چلند او محدویتونو شکایت لري.

دوی وایي، د هرې ورځې په تېریدو سره پر وړاندې یې خندونه او ستونزې زیاتیږي.

اسدالله زایري، چې په ایران کې یو له کډوالو دی، وايي: «د سیمکارټونو او بانکي کارټونو بندیدل هغه ستونزې دي چې یادول یې ممکن دي. د ټرانسپورټ او د وزارت د نویو قوانینو پر بنسټ، افغان کډوال باید د بسونو د استعمال لپاره زیاتې پیسې ورکړي.»  

یوه بله کډواله، فرزانه خالقي وايي: «په ایران کې د کډوالو وضعیت ډېر خراب دی، ایران له کډوالو سره ډېر بد او نامناسبه چلند کوي.»

په همدې حال کې د کډوالو د حقونو یوشمېر فعالان وایي چې پر ناقانونه کډوالو د ایران د دولت تمرکز  تر بل هر وخت پرې فضا تنګه کړې ده.

په ایران کې د کډوالو د حقونو فعال، نظر نظري وايي:  «زموږ کډوال د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي، او په ایران کې افغان کډوال د ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»

په دې وروستیو کې د ایران انتظامي ځواکونو د قوماندان مرستیال سردار قاسم رضایي ویلي چې په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو لپاره هر ډول ثابت یا ګرځنده کاروبار منع دی. هغه ټینګار کړی باید هڅه وشي چې ناقانونه کډوال لږ پر کار وګومارل شي.

 د ایران د انتظامي ځواکونو د قوماندان مرستیال، قاسم رضایي وايي: «په سوداګریزو واحدونو او عامه ځایونو کې د ناقانونه کډوالو د کار کولو په تړاو د خبرداري او یادونو په څیر د مخنیوي اقدامات باید ګړندي شي او د ناقانونه وګړو له شتوالي د سوداګریزو برخو پاکولو ته باید ډېره پاملرنه وشي.»

د کډوالو ستونزې یوازې په ایران کې نه دي؛ ترکیه او پاکستان هغه نور هېوادونه دي چې د افغان کډوالو اېستل ترې زیات شوي دي.

په ترکیه کې د کډوالو د حقونو فعال، محمد جمال مسلم  و ویل: «کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي، هم د کار موندلو له پلوه او هم د امنیت د تأمین له اړخه، داسې چې په آزادانه ډول په چاپېریال کې تګ راتګ نشي کولی.»  

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي وو، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې لږ تر لږه درې میلیونه افغانان چې په ناقانونه توګه ایران ته ورغلي وو، اېستلي دي. خو د هغه په وینا، دغه کسان د خپلو ستونزو له امله بېرته ایران ته ستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه