د ډبرو سکرو ځینې پلورونکي وایي، دا مهال د ډبرو سکرو په دولتي پلورځایونو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۶۵۰۰ افغانیو ته رسیږي.
د ډبرو سکرو د پلور د دولتي مرکزونو مسوولان وایي چې د تېر کال پرتله د سکرو بیه څو برابره راټیټه شوې او اوس يو ټن بادامي او جغلو ډبرو سکاره په ۶۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د یوه مرکز مسوول، ننگیالی علیزاده په دې اړه وايي: د نورو کلونو پرتله ډېر زیات توپیر راغلی دی. د ډبرو سکرو ارزښت لوړ دی.
خو یو شمېر پلورونکي چې په خصوصي توګه د ډبرو سکاره پلوري د ډبرو سکرو د لوړې بیې لامل د سالنګ لارې بندېدل او لوړه مالیه ګڼي چې د ځینو دغو پلورونکو په وینا د یو ټن ډبرو سکرو بیه ۱۳ زره افغانیو ته رسېدلې ده.
پلورونکی، محمد عالم په دې اړه وايي: لکه په دره صوف کې چې اصلي ځای دی، هلته نرخ درې نیم زره افغانۍ دی. د موټر کرایه پرې له ۴ نیم تر ۵ زره ده. دولت خپله تعرفه اخلي چې مخکې ۲ زره څلور سوه وه اوس یې ۱۷ سوه کړې ده. همدا لامل دی، چې د ډبرو سکرو بیه لوړیږي.
یو بل پلورونکی، محمد شاکر هم وايي: مالیه چې څومره لوړه شي، د ډبرو سکرو بیه هماغومره لوړیږي. که مالیه راکمه شي موږ دلته تر ۵ زرو پورې هم د ډبرو سکاره پلورلای شو.
یو شمېر پېرودونکي د ډبرو د سکرو بیه د خصوصي برخې د پلورونکو تر بیو ټيټه ګڼي.
د کابل اوسېدونکی، عبدالمتین بیا وايي: حکومت باید ډېره پاملرنه وکړي، خلک بې وزله دي، وزګار دي. اوس د دولت له دې کاره خلک ډېر خوشاله دي.
په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د شمال د ډبرو سکرو شرکت د کابل لپاره ۱۲۰ زره ټنه او د کابل ګاونډیو ولایتونو ته ۴۰ زره ټنه د ډبرو سکاره په پام کې نیولي وو.
په دې اړه مو اندونه